د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په تفتان کې ۲۵ شیعه زیارتیان ووژل شول


د بلوچستان له سرښار کوټې جنوب ختيځ لور ته د اووه سوه کیلوميترو په شاوخوا کې د ایران له پولې سره څېرمه په تفتان سیمه کې ۲۵ شیعه زیارتیان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

د بلوچستان له سرښار کوټې جنوب ختيځ لور ته د اووه سوه کیلوميترو په شاوخوا کې د ایران له پولې سره څېرمه په تفتان سیمه کې ۲۵ شیعه زیارتیان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي. د بلوچستان د کورنیو چارو د وزیر سرفراز بګټي په خبره څلورو ځانمرګو بریدګرو د اتوار په شپه پر هغو دوو هوټلونو لومړی د لاسي بمونو برید وکړ، وروسته يې پرې ناتاره ډزي پېل کړې، او بیا هم درو ځانمرګو له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه والوځول، او يو بریدګر بیا د لیویزو په ډزو ووژل شو.


سرفراز بګټي د يکشنبې او دوشنبې په منځنۍ شپه ناوخته په يوه بېړنۍ خبري غونډه کې وویل، په دغو هوټلو کې د درې سوه په شاوخوا کې شیعه زیارتیان ول، چې نور ټول يې روغ رمټ را اېستلي.

«د شپې شاوخوا نهه نيمې بجې څلورو ځانمرګي بریدګرو په يوه وخت بريد ترسره کړ. چې دوو په يوه هوټل او دوو بیا په بل هوټل برید وکړ. په لومړني هوټل کې چې د الهاشمي په نامه دی، هلته امنيتي سرتېرو يو ځانمرګی په ډزو وواژه. او هغه بل خپل واسکټ والوزاوو، چې داسې په همدې هوټل کې يواځې يو تن ووژل شو. او په دووم هوټل کې بیا دواړو ځانمرګو په يوه وار خپل ځانونه والوزول، او هلته دوويشت کسان ووژل شوو»

د بګټي په خبره څلور واړه بریدګر چې په ځانمرګي واسکټو، لاسي بمونو او کلاشنيکوفونو سنبال وو، لومړی يې د لاسي بمونو بریدونه کړي، بیا يې تر ساعت نيم پورې ډزي کولې او وروسته يې بیا ځانمرګي واسکټونه والوزول. سرفرازبګټي په دې خبري غونډه کې وویل، ژوبل شوي کسان يې تر پولې هاخواته د ایران روغتونو ته منتقل کړي، چې هم نن د دوشنبې په ورځ به يې په هیلي کوپټر کې همدلته کوټې ته راورسوي.

«د مړيو، ټپیانو او د هغوي د کورنۍ غړي به د دوو هیلي کوپټرو له لارې کوټې ته را رسوو. نور هلته دا وخت حالات مکمل زموږ په کنټرول کې دي. پاتې کسان مو نيژدې د ملیشه ځواکونو کلا او لېویز لاین ته رسولي دي»

د بلوچستان امنيتي چارواکي وايي، شاوخوا درې سوه شیعه زیارت کوونکي د اتوار په ماځیګر د تفتان همدې هوټلونو ته رارسېدلي، چې سهار به يې د کوټې پر لور مزل کاوه. چې د شپې ورباندې همدا برید وشو.

هلته د اعظم طارق په نامه يوه تن چې ځان د وسله والې ډلې جیش الاسلام ویاند بولي، آن لاین خبري اژانس ته ددې برید مسوولیت قبول کړی، او ادعا يې کړې، چې وژل شوي کسان د ایران له لارې سوريې ته د جنګ لپاره تللي وو، چې دده په خبره هم هلته د سني مسلمانانو پر ضد جنګېدل.
XS
SM
MD
LG