د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې وړې نجونې زړو سړو ته ودېږي


یوه پاکستانۍ ناوې
یوه پاکستانۍ ناوې

په امریکایي ورځپاڼه یو ایس ای ټو ډی کې نایله عنایت د یوې ښځې تبسم عدنان باره کې لیکې، هغه د څوارلسو کالو وه، چې د خپل عمرنه د شل کاله مشر سړي ته واده شوه.


په امریکایي ورځپاڼه یو ایس ای ټو ډی کې نایله عنایت د یوې ښځې تبسم عدنان باره کې لیکې، هغه د څوارلسو کالو وه، چې د خپل عمرنه د شل کاله مشر سړي ته واده شوه.


تبسم وایي دا په زور دغه کس ته واده کړل شوه، او شل کاله یي د هغه بده رویه ، وهل ټکول وزغمل. او دا شان یي ژوند د مشکلاتو سره مخامخ شو.

په پاکستان کې څو څو واري د ماشومانو نجونو د ودولو خلاف د قانون جوړولو خبرې پیل شي، خو بیا سر ته ونه رسیږي، چې په مذ هبي بنیادونو یي زیات مخالفت کیږي. د ماشومانو نجونو د ودولو مخالفت کونکي بیا وایي باید د داسې کار د مخنیوي لپاره سخت قانون جوړ شي، ځکه چې دغه د ماشومانو نجونو ټول ژوند اغیزمنوي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګه وایي په راروانو لسو کالو کې به په ټوله نړۍ کې د ۱۴۰ ملیونو زیاتې هغه نجونې د تر شپیتو کالو پورې مشرانو سړو ته واده کیږي، چې عمرونه یي د اتلسو کالو نه هم کم دي. او ملګرو ملتونو د دغه شمیرې تر مخه په دغو کې ۵۰ فیصدي نجونې به په جنوبي ایشیا کې شاملې وي.

په پاکستان کې هم دغه روایت زیات لیدل کیږي، او اکثره غریبې کورنۍ خپلې لوڼې د لسو کالو په عمر کې هم واده کوي، ځکه چې دوی یي د تعلیم او تربیت وس نه لري.

د ماشومانو نجونو د ودولو سزا دا وخت په پاکستان کې یو میاشت جیل او زر روپۍ جرمانه ده، ولې ځینې د قانوني کارپوهان وایي باید دغه سزا دوه کاله قید او یو لاک روپۍ جرمانه وي.

په پاکستان کې بیا څوک د دغه قانون پروا هم نه کوي، او اکثره یي هیڅ تپوس ونه شي.
په پاکستان کې اسلامي نظریاتي کونسل چې حکومت ته په اسلامي قوانینو جوړولو مشورې ورکوي، په دې وروستیو کې یي دا وییلي وو، چې ۱۹۲۹ کال قانون د اسلامي تعلیماتو خلاف دی. دغه قانون د ماشومانو نجونو د ودولو خلاف جوړ شوی.

په لاهور کې د بشري حقونو یوه کارکونکی روبینا سیګول بیا وایي باید اسلامي نظریاتي کونسل ختم کړل شي، ځکه چې د دغې هیڅ ضرورت ندی پاتې شوی، او دا یو پوځي ډیکټیټر ایوب خان د خپلو مفاداتو لپاره جوړ کړی و.

د سوات تبسم عدنان وایي ځکه یي اوس د ښځو یوه جرګه هم په سوات کې جوړه کړي ده، چې داشان د ماشومانو نجونو د ودولو د غلط رسم مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG