د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو ځوان هنرمند ، چې ښکلی هنر یې زده دی


خلیل الرحمان د کار پرمهال
خلیل الرحمان د کار پرمهال

د جلال اباد ښار مخابراتو چوک ته څېرمه يو ځوان په په قلمونو، کلي بندونو او کونجګو په هنري بڼه نومونه، د تيلفون شميرې او د خلکو د خوښې شعرونه د يوې بريښنايي برمې په وسيله توږي. د حکاکۍ دې هنر که يوه لور ته د خلکو پام ور اړولی بل لورته ته حکاک له خپل کار و باره خوشحاله دی.

دغه ځوان چې خلیل الرحمن نوميږي، پکتيا ولايت سره تعلق لري او د جلال اباد ښار مخابراتو څلورلاري ته څېرمه يې د يوې مغازې مخې ته په پلي لار د څادر د پاسه ډول ډول قلمونه، غاړکۍ، کلي بندونه او کونجګې اچولي، اکثر وخت ورته ځوانان ولاړ وي او دی ورته د هغوی د خوښې نومونه، د ټیلفون شميرې او يادګاري ليکنې په قلم، غاړکۍ او يا هم کلي بند په هنري بڼه توږي.

خليل الرحمن يوه وړه شان بيټړي، برمه او يو وړونکي څټک د خپل فن اوزار ګڼي، دی وايي چې د تيرو دوو لسیزو راهيسې د همدې هنر له لارې حلاله روزي ګټي.

« شل کاله کيږي چې دا کسب ما زده کړی، د پاکستان په مختلفو بازارو کې مختلفو ځايونو کې ما دا کار کاوه. پينځه کاله کيږي چې افغانستان ته راغلي يم، هغه وخت په افغانستان کې د دې کار څوک نه و، يو زه وم، بیا مې دوه درې نورو کسانو ته هم وښودلو. په کابل کې شاګردان لرم، چې د مياشتې حساب ورکړم، نو له ډيرو کارونو دا هنر ښه دی او د الله تعالی نه ډير خوشحاله يم چې خدای يو هنر راکړی دی.»

پر دغه هنرمند اکثر وخت مشتريان هم ورټول وي، او د هر يوه هيله دا وي چې په قلم، کلي بند او يا غاړکۍ باندې د خپلې خوښې نوم او يادګار نقش کړي. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« نوم مې داود دی، په دې قلم باندې په دې خاطر نونونه او نمبرونه لیکو چې دا د هر متعلم هر محصل د قلم، علم، او کتاب سره نوره مينه هم زياتيږي.»

« نوم مې سراج الدين دی او په دې خاطر په دې شيانو نومونه ليکو چې بل څوک دعوه ورباندې ونه کړي. يانې د خپل شناخت لپاره پرې نومونه ليکو.»

د حکاکي د هنر د مينه والو په وينا، پخوا تر دې چې افغانستان ته د فن تعمير په برخه کې بريښنايي وسايل نه و راغلي، نو د حکاکۍ هنر په هغو سيمو کې ډيره وده کړې چې د نښترو طبعي ځنګلونه په کې شتون لري، او خلکو به د عمارتونو په جوړولو کې په لرګينو کړکيو او دروازو ډول ډول حکاکي کوله، خو په دې وروستيو ځو لسيزو کې دغه هنر په ولسي کچه کمرنګي شوی او نه هم دولت د دغسې لرغونو هنرونو د ژوندي ساتلو او پرمختګ لپاره منظم پروګرامونه لرلي دي.
XS
SM
MD
LG