د لاسرسي ځای

دیو بې کوره څوکیدار د ژوند تریخ داستان


شوکت څوکیدار مشال راډیو ته د خپل ژوند کیسه کوي

شوکت څوکیدار مشال راډیو ته د خپل ژوند کیسه کوي

شوکت بابا چې ډیر خلک یې د څوکیدار بابا په نوم هم پیژني له شلونه زیات کلونه کیږي چې په پیښور ښار کې د ودانو او کورونو څوکیداري کوي.

شوکت بابا لا ماشوم و چې مور او پلار یې مړه شول او بیا به یې د کلي د خلقو څاروي څرول چې لږ لوی شو نو بیا د کلي د یو خان سره یې تر ډیره وخته پورې زمینداري کوله. چې د پیښور ورسک ډیم باندې کار پیل شو نو هلته یی دیاړي یعني د لاسو مزدوري کوله او ښې ډیرې پیسې یی جمع کړې.

بیا نوموړی د محنت مزدورۍ لپاره هندوستان ته هم تللې دی خو ورځ یی ښه بیا هم ښه شوې نه ده. نوموړی نن هم په پردي کور کې په کرایه اوسیږی ، چې څه تنخا اخلي هفه په خپله رنځوره ښځه مصرف کوي. نن په مشال مرکه زمونږ همکار خالدخان نوموړی میلمه کړې دی.دامرکه لاندې اوریدلی شئ:

XS
SM
MD
LG