د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ بیا له پاکستانه توغندي لګیدلي



د افغانستان دکونړ ولایت امنیتي چارواکي وايې، نن سهار د کونړ په دانګام ولسوالۍ د پاکستان له لوري ۳۲ توغندي ویشتل شوې دي.د دي ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخبل مشال راډيو ته وویل چې پدې بریدونو کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.

په تیرو څو اونیو کې د پاکستان د پوځ له خوا له زرو ‌ډير توغول شوي توغندي د کونړ پر بیلابیلو ولسوالیو لګیدلي دي چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تیره ورځ د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي وو چې د پاکستان د بې موجبه راکټي حملو پر وړاندې افغان ځواکونه د جمهور رییس حامد کرزي د امر له مخې د ویښ بیدار اوسیدو په حال کې دي.

بل پلو د افغانستان مشرانو جرګه وايې، هغه کسان چې په کابل کې د جمعي د ورځي په انتحاري حملې کې لاس لري باید ژر ترژره وپیژندل شي.

د دې جرګې مشر فضل هادي مسلیمیار د اتوار د ورځې په عمومي غونډه کې ټينګار وکړ چې امنیتې اورګانونه باید پدې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

تردې مخکي د ولسې جرګې ادارې هییت هم ویلي و چې امنیتي اورګانونه باید د دغه حملې په اړه وضاحت ورکړي.

د جمعې په ورځ د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله د موټرو پر کاروان انتحاری حمله وشوه، عبدالله ته په کې زیان ونه رسیده، خو ۱۲ کسان په کې ووژل شول او ۴۰ نور هم ټپیان شول.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو دغه حمله وحشتناکه او د ډيموکراتيک بهير خلاف بللې ده.
XS
SM
MD
LG