د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرویز خټک : د وفاقي حکومت بجټ نه منو


د خيبر پښتونخوا وزير اعلی وايي وفاقي حکومت په بجټ کې د دوی صوبه له پامه غورځولې ده.

پرون په نوښار کې له خبريالانو سره په خپلو خبرو کې پرويز خټک وويل چې د وفاقي حکومت دغه بجټ دوی ته د منلو وړ نه دی.

د پرویز خټک په وینا که دوی دا بجټ تسليم کړي نو له دې سره به ګراني زياته شي او دارنګ نوموړي تور ولګوو چې د دې موخه يوازې د پنجاب د صوبې ځینو کار خانه لرونکو او کاروباریانو ته ګټه رسول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خيبر پښتونوا حکومت تېره ورځ د اسمبلۍ د غړو په تنخاګانو کې سل فيصده اضافه وکړه، بلخوا په دې صوبه کې سرکاري ملازمين له څو ورځو راهيسې په احتجاج دي چې صوبايې حکومت دې په راتلونکې بجټ کې د دوی د تنخاګانو د زياتولو لپاره پیسې ځانګړې کړي.

XS
SM
MD
LG