د لاسرسي ځای

تازه خبر

" له وزیرستانه وسله وال زر ویستل ناممکن دي "


فایل فوټو
فایل فوټو
په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو وزيروجرګې ويلي چې په دوو هفتو کې له قبايلي سيمو بهرني وسله وال ويستل ډيره ګرانه ده خو دوی به په دې لړ کې مذاکرات کوي.

د يادې جرګې مشر ملک شيرمحمد د اتوار په ورځ په دی اړه مشال راډيو ته وويل چې دوی په وزیرستان کې د ټولو سوله خوښونکو ډلو مرسته کوي او هغوی خپل وروڼه ګڼي.

ياده دي وي چې د تېرې جمعې په ورځ د خيبر پښتونخو کورکمانډر او ګورنر د اتمانزو وزيرو جرګې ته ويلي وو چې په قبايلي سيمو کې د امن پر ځای کولو لپاره دې په پنځلس ورځو کې دننه بهرني وسله وال له سيمې وباسي.

بل پلو په شمالي وزيرستان کې د ممکنه پوځي اپريشن له وجې په زرګونو خلکو کډې کړي دي .
د شمالي وزيرستان خلکو ويلي دي چې حکومت ورله هيڅ بندوږبست نه دی کړی. له شمالي وزيرستانه بې کوره شوي نظرخان نن له مشال ريډيو سره په خپلو خبرو کې وويل : دوزیرستان په خلکو لوی مشکل راغلی دی ، دوی هم د طالب او هم د حکومت لخوا زورول کیږي.

ددې ترڅنګ د قبايلي سيمو لپار له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې مشال راډيو ته ويلي دي چې په نيمه قبايلي سيمه بکاخيلو کې يي د شمالي وزيرستان د کډوالو لپاره د کيمپ په جوړولو لاس پورې کړی دی.

د خيبر پښتوخوا ګورنر ويلي دي چې د ترهه ګرۍ له کبله ډير خلک وژل شوي او د ده په خبره وخت رارسیدلی چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره کوټلې فصله وشي.پرون په پنډۍ کې د يو ځانمرګي بريد له وجې د وژل شوي پوځي افسر د لاسنېوي وروستو خبريالانو سره په خپلو خبرو کې مهتاب عباسي وويل چی ملک له ډیر وخت راهيسې له ترهه ګرۍ سره مخامخ دی چې د ده په خبره له وجې يي ډيره وينه تویه شوې ده. ياده دی وي چې په پاکستان کې د تېرې يوې لسيزې راهيسې د ترهګرۍ له وجې څه باندې ۵۰ زره کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG