د لاسرسي ځای

تازه خبر

'' لطیف جوهر زموږ د ټولو اتل دی ''


بلوڅ مبارز لطیف جوهر
بلوڅ مبارز لطیف جوهر

ماما قدیر بلوڅ: په پام کې لرو چې د ورک کړل شوو بلوڅ وګړو د خلاسون لپاره له بلوچستانه په یورپ کې د سویټزرلېنډ هیواد تر پلازمېنې جنېوا پر پښو ولاړ شو. په دې اړه موږ له ملګرو ملتونو سره خبرې کړي ديً.

کراچۍ: د ملتپالو پلوڅ زده کوونکو د سازمان – بلوچ سټوډنټس ارګنایزېشن ازاد – غړي لطیف جوهر د پاکستان د کراچۍ پریس کلب مخې ته د نه خوړلو خپل اوږدمهاله هړتال پای ته رسولی دی.

د یاد سازمان چارواکو د جمعې په ماښام په یو خبري غونډه کې د لطیف جوهر د نه خوړلو د هړتال ختمولو اعلان وکړ. د سازمان مرستیالې مشرې کریمه بلوڅ وویل چې دوی دا هړتال د ځینې بلوڅ مشرانو او بشري حقونو د نړیوالو ادارو په خواست پای ته رسوي.

لطیف جوهر دا هړتال د روان کال د اپریل پر ۲۲ مه نېټه پیل کړی وو. هغه ویلي وو چې د بلوچ سټوډنټس ارګنایزېشن ازاد د تښتول شوي مشر زاهد بلوڅ تر خوشي کېدو به هړتال ته دوام ورکوي.

زاهد بلوڅ په مارچ میاشت کې د کوټې له سټلایټ ټاون څخه نامالومو وسله والو تښتولی وو.

بلوچ سټوډنټس ارګنایزېشن ازاد د خپلو نورو غړو د تښتول کېدو په څېر د زاهد بلوڅ د برمته کولو تور هم د پاکستان پر امنیتي او جاسوسي ادارو پورې کوي خو هغوی یې نه مني.

لطیف جوهر شاوخوا شپږڅلوېښت ورځې د نه خوړلو هړتال وکړ. د هړتال له پای ته رسولو وروسته نوموړي مشال راډیو ته وویل چې ده نړۍ ته وښودله چې له بلوڅو سره ظلم څوک کوي.

هغه زیاته کړه ، ً زما په وجود کې درودونه دي ، کمزوري ده ، کیدای شي دا نور هم زیات شي، ما په دې ۴۶ ورځو کې د دې هړتال له وجې وزن ۲۶ کیلو راکم شوی دی ، زما بدن کم شو خو د دې هړتال له لارې موږ نړیوالو ته هم داوښودله چې په بلوچستان کې څه روان ديً.

لطیف د پر مخ وویل ، ً زاهد (بلوڅ) چا اوچت کړی دی او بلوڅان څوک بې درکه کوي . زما اوس هم اراده وه چې تر مرګه به دا هړتال جاري ساتم خو د خپل ګوند د مرکزي مشرانو د پریکړې پر اساس دا کېمپ ختمومً.

د دې هړتال د ختمولو پر مهال د پاکستان لپاره د انساني حقونو د کمیشن مشران او د مدني ټولنو غړي هم موجود و.

د ایشایي هیوادونو لپاره د بشري حقونو د پاکستان مشرې بشره خالق مشال راډیو ته وویل چې په بلوچستان کې د انساني حقونو خلاف ورزۍ په پرلپسې توګه روانې دي.

د بشره خالق په وینا ، د دې له کبله په بلوچستان کې حالات ورځ تر بلې مخ برخرابېدو دي.

بشره خالق وویل ، ً د لطیف جوهر لخوا چې کوم کوشش روان دی ، او د ده چې د خپل تحریک سره څومره مینه او خلوص دی ، موږ نه غواړو چې دا مینه او خلوص د لوږې له لاسه د ده په مرګ تمام شي.ً

بشره خالق د لطیف جوهر د هړتال په اړه د پاکستانیو چارواکو غبرګون په اشاره کولو وویل چې ً موږ وینو چې په دې ۴۶ ورځو کې د ریاست هیڅ یو استازی دې احتجاجي خېمې ته رانغلی او دايې ونه پوښتل چې دا خلک په څه وجه د نه خوړلو هړتالونه کويً.

بشره خالق زیاته کړه چې د انساني حقونو د یو تنظیم د استازې په توګه زه له لاهوره دلته راغلې یم او د دوی ستونزه موږ له نړیوالو ادارو سره شریکه کړې ده. لطیف جوهر نن زمونږ د ټولو اتل دیً.

د ورک کړل شوو بلوڅ وګړو د میندلو او خوشي کولو لپاره مبارزه کوونکی ماما قدیر بلوڅ هم پر دې مهال موجود وی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل ، ً موږ ته مالومه ده چې د پیدل لاریونونو او د نه خوړلو هړتالونه پر (پاکستاني) حکومت هیڅ اثر نه کوي خو موږ د داسې هړتالونو له لارې نړۍ خبرول غواړو چې بلوڅان پرامنه احتجاج پېژنيً.

ماما قدیر د ورک کړل شوو بلوڅ وګړو د میندلو او خوشي کولو لپاره د مبارزې په لړ کې د کوټې له ښاره تر کراچۍ او له هغه ځایه تر پاکستانۍ پلازمېنې اسلام اباده پر پښو تګ کړی وو.

ماما قدیر زیاته کړه چې ً حکومت بې حسه دی ، نه یې زموږ خبره منلې ده او نه یې مني. موږ په مختلفو طریقو خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوو ترڅو د پاکستان پر حکومت ، استخباراتي ادارو او امنیتي ځواکونو فشار واچووً.

ماما قدیر د لطیف جوهر د هړتال په اړه وویل ، ًد لطیف جوهر د یوې نېمې میاشتې د نه خوړلو هړتال له لارې موږ نړۍ ته وښودله چې بلوڅان د احتجاج په توګه په زرګونو کیلومیټره پر پښو مزل کولای شي ، د نه خوړلو هړتالونه کولای شي او په نورو ډېرو طریقو هم باثباته احتجاج کولای شيً.

ماما قدیر بلوڅ زیاته کړه چې دوی په پام کې لري چې د ورک کړل شوو بلوڅ وګړو د خلاسون لپاره له بلوچستانه په یورپ کې د سویټزرلېنډ هیواد تر پلازمېنې جنېوا پر پښو ولاړ شي.

د ماما قدیر په وینا ، په دې اړه دوی له ملګرو ملتونو سره خبرې کړي دي او ډېر ژر به دا احتجاج هم پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې د ګوګل ویب پاڼې له نقشې سره سم د کوټې له ښاره تر جنېوا څه کم اووه زره کلیومیټره واټڼ دی چې پر پښو سفر کوونکي به تر خپل منزله د رسېدو لپاره لږترلږه له اوو هیوادونو تېریږي.

XS
SM
MD
LG