د لاسرسي ځای

په شمالي کوریا کې یو امریکايی نیول شوی


د امریکا متحده ایالاتو تایید کړه چې شمالي کوریا یو امریکایي تبعه نیولی او په دې توګه په دغه کمونست هېواد کې د امریکایي بندیانو شمېر درېیو ته ورسېده.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې "ماري هارف" د جمعې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل د شخصي محرمیت له مخې د نیول شوي کس هویت نه شي په ډاګه کولای.

هارف زیاته کړه، واشنګټن د ټولو درېیو تنو بندیانو د خوشې کولو لپاره فعالو هڅو ته دوام ورکوي.

د شمالي کوریا خبري آژانس ویلي نیول شوی امریکايي یو سیلانی و او "جفري ایډورډ فولي" نومیږي. آژانس وایي، دا امریکنی "د دښمنۍ فعالیتونو" په تور نیول شوی او پوښتنې ورڅخه کیږي.
XS
SM
MD
LG