د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې بمي چاودنو ۴۳ کسان ووژل


عراقي چارواکي وایي، لږ تر لږه ۴۳ تنه د دغه هیواد په شمال کې د جمعې پر ورځ ووژل شول.


یوه موټر بم د شباک قوم، چې په عراق کې اقلیت دی د طهراوه په سیمه کې په نښه کړ. دا سیمه د بغداد شمال ته نژدې څلور سوه کیلومتره لرې پرته ده. په دې چاودنه کې لږ تر لږه اووه تنه ووژل شول او تر څلویښتو ډیر ټپیان شول.

په موصل کې بیا پرون وسله والو د یوې پوځي ډيپو د نیولو لپاره حمله وکړه دا برید د شپږو پوځیانو له وژلو وروسته شاته وتمبول شو.

د موصل په یوې بلې سیمې کې بیا شپاړس وسله وال او اووه پوځیان د یوې جګړې پر مهال ووژل شول.

د بغداد شمال ته په دیرش کیلومترۍ کې د السبع البور په سیمه کې چې شیعه پکې اوسي د تیارې له خوریدو سره سم د هاوان ډزې وشوې چې پکې لږ تر لږه اووه تنه ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG