د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: د سړکغاړې بمي چاودنو دوه پاکستاني عسکر وژلي


د قبایلي سیمو نقشه
د قبایلي سیمو نقشه

د باجوړ ایجنسۍ په بابړه چارمنګ او چمر کنډ سيمو کې د سړکغاړې بمي چاودنو د پاکستان دوه امنيتي سرتيري وژل شوی او يو ژوبل شوی دی.

باجوړایجنسۍ: د باجوړ ایجنسۍ په بابړه چارمنګ او چمر کنډ سيمو کې د سړکغاړې بمي چاودنو د پاکستان دوه امنيتي سرتيري وژل شوی او يو ژوبل شوی دی.

د باجوړ ايجنسۍ د پوليټکل انتظامې چارواکو د چاودنو پخلی کړی دی. هغوی وايي چې دا چاودنې نن سهار په بابړه چارمنګ او چمر کنډ سيمو کې شوې دي.

چا تر اوسه پر پاکستانیو عسکرو د شوو ننیو بریدونو پړه نه ده منلې. خر تر دې وړاندې دې ته د ورتو پېښو مسوولیت وسله والو طالبانو منلی وو.

په سیمه کې د پاکستان امنیتي سرچېنې وايي چې دوی د مڼو ځنګل ، کږه پاس او غاښې نومي سیمو کې د هیلي کاپټرو په وسیله بریدونه شوي دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د وسله والو طالبانو له خوا تر اوسه د پاکستانیو چارواکو د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
XS
SM
MD
LG