د لاسرسي ځای

''پاکستان غواړي چې قبایل په خپله بهرني وسله وال وباسي''


د اتمانزو وزیرو جرګه

د اتمانزو وزیرو جرګه

د شمالی وزيرستان د اتمانزو وزيرو مشرانو له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې ده چې په سيمه کې د خبرو اترو له لارې امن راولي او له پوځي عملیاتو ډډه وکړي.

پراګ: د شمالی وزيرستان د اتمانزو وزيرو مشرانو له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې ده چې په سيمه کې د خبرو اترو له لارې امن راولي او له پوځي عملیاتو ډډه وکړي.

د شمالي وزیرستان د اتمانزو دې مشرانو د پښتون مبارز مرزا علي خان - فقير ايپي – د لمسي حاجي شير محمد په مشري کې د جمعې په ورځ د پيښور له کور کمانډر لفټننټ جنرل خالد رباني او د خیبر پښتونخوا له ګورنر سردار مهتاب عباسي سره لیده کاته وکړل.

د جرګې مشرانو مشال راډیو ته وویل چې دوی د دې ملاقاتونو پر مهال په سیمه کې د امن راوستلو پر لارو چارو خبرې اترې وکړې.

په دې پلاوي کې شریکو ځینې مشرانو مشال راډیو ته وویل چې حکومت له دوی وغوښتل چې په راتلونکو پنځلس ورځو کې بهرني وسله وال له خپلو سیمو وباسي.

حاجي شیر محمد وویل چې کور کمانډر لفټننټ جنرل خالد رباني یي په سیمه کې خلکو ته په ور پېښو ستونزو خبر کړ.
XS
SM
MD
LG