د لاسرسي ځای

د خوست سوداګر او پانګوال وايي، تر څو چې خوست ته وارداتي برښنا رانشي، تر هغه وخته په خوست کې د تولیدي فابریکو جوړیدل ناشوني دي او پانګوال به هم په دې ولایت کې ډېرې پانګې اچونې ته زړه ښه نه کړي.

د خوست سوداګر او پانګوال وايي، تر څو چې خوست ته وارداتي برښنا رانشي، تر هغه وخته په خوست کې د تولیدي فابریکو جوړیدل ناشوني دي او پانګوال به هم په دې ولایت کې ډېرې پانګې اچونې ته زړه ښه نه کړي، بلخوا ځايي چارواکي وايي، چې په پرله پسې توګه يې اړوند وزارت سره دا ستونزه شریکه کړې او هغوی ورسره ژمنه کړې، چې برښنا به په ترتیب سره لوګر، پکتیا او ورپسې خوست ولایت ته ولیږدول شي.


د خوست سوداګر او شتمن خلک وايي، سره له دې چې خوست د کار کولو له پاره ښه او مناسبه اب وهوا لري، امنیت يې هم ډاډمن دی او د پانګوالو سرمایه هم په کې خوندي ده، خو بیا هم د برښنا د نشتون له کبله دوی زړه نه ښه کوي، چې خپلې پانګې د بهر نه خپلې سیمې ته راولیږدوي او په دې توګه لږ تر لږه د پلاستیکي توکو، رخت یا ټوکرو او خوراکي شیانو وړې، وړې فابریکې جوړې کړي، چې هم ورسره خلکو ته کاري فرصتونه په لاس ورشي او د هېواد اقتصاد پرمختګ وکړي.

د خوست یو تن سوداګر مشال راډیو ته وايي، چې د برښنا پرته د تولیدي فابریکو جوړیدل ناشوني دي:

((الف شاه منګل یم، په خوست کې چې برښنا نه وي، هېڅ کار نه کیږي، ځکه په برق پورې هر څه تړلي دي، په برق سره د رخت فابریکې راتلای شي، د پلاستیکي چپلو فابریکې راتلی شي، صنعتي فابریکې جوړیدای شي، د خوست غوندې ښه سرمایه فکر نه کوم چې یو ولایت به يې ولري، مګر دا چې برق نشته دا هر څه په ټپه ولاړ دي.))

د خوست د سوداګرو د اتحاديې مشر کرامت خان خپلواک وايي، خوستي سوداګر په پاکستان او عربي هېوادونو کې شخصي فابریکې لري، خو دلته برښنا نشته او په اوسني وخت کې برښنا او پانګونه سره تړلي دي:

((خوست خلک شتمن دي، پانګوال دي، دوی په کراچۍ، دوبۍ په اماراتو کې فابریکې لري او کارخانې لري، خو متاسفانه دا زمینه سازي د دوی دپاره نه ده شوې، دلته صنعتي پارک افتتاح شو، خو دې ته حراراتي برښنا ته ضرورت دی تر څو قیمت يې ټیټ وي، زموږ صنعتکاران او سوداګر کولای شي، چې دلته پانګونه وکړي، ځکه د دوی سرمایه دلته خوندي ده او په امنیتي لحاظ هم مشکل نشته، بناً صنعتکاران او شتمن خلک د دولت نه غواړي، چې د برښنا رالیږد ته توجه وکړي، ځکه دا دواړه سره تړلي دي.))

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون رئیس عارف الله پښتون مشال راډیو ته وویل، چې دوی په بهر کې خوستيو پانګوالو سره کتنې کړي، خو هغوی په خوست کې د برښنا نه شتون ته ګوته نیسي.

پښتون وايي، که حکومت پانګوالو ته زمینه سازي وکړي نو هغوی پانګه اچونې ته تیاریږي:

((که چیرې دولت وغواړي چې پانګوال راتشویق کړي او لاس پرې راکش کړي، زه فکر کوم چې ټول افغاني پانګوال به په خوست کې او په مجموع کې په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي او په دې توګه به زموږ ټول کارونه ډېر ښه پرمخ ولاړ شي.))

د خوست د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالی روان مشال راډیو سره په خبرو کې مني، چې د ارزانې او دوامدارې برښنا نه شتون په خوست کې د پانګونې مخه ډب کړې، خو دوی د دې ستونزې د بنیادي حل له پاره اړوند وزارت سره په تماس کې دي، هغوی ژمنه کړې چې لوګر، پکتیا او ورپسې خوست ته د برښنا د لیږدونې په پلان کار کوي:

((خوست ته د وارداتي برښنا رالیږد د خوست د پرمختګ له پاره او په خوست کې د سرمایه ګذارۍ له پاره ډېر اړین دی، اړوند وزارت او په مجموع کې مرکزي حکومت ژمنه کړې ده، چې وارداتي برښنا به لوګر، پکتیا او ورپسې خوست ته راځي، موږ امیدواره یو چې په دې باندې مسوول ارګانونه اساسي کار وکړي، تر څو د خوست د خلکو دغه اساسي غوښتنې ته رسیده ګي وشي او په دې سرحدي ولایت کې د لا زیات پرمختګ له پاره زمینه مساعده شي، او په دې توګه د سوداګرو هغه ټولې ستونزې چې د برښنا د نه شتون له کبله ورسره مخامخ دي هوارې شي.))

د یادونې وړ ده کتونکي په دې باور دي، که چیرې په خوست کې د برښنا د تولید په سرچینو اساسي کار وشي، د اوبیزې برښنا یو شمېر واړه بندونه جوړ شي، نو په دې ولایت کې د لمریزې برښنا، بادي برښنا او د اوبیزې برښنا د سرچینو څخه ترلاسه شوې برښنا به ورته بسنه کوي.
XS
SM
MD
LG