د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي سرتېرو سامارا ښار له وسله والو یاغیانو بېرته ونیو


عراقي امینتي چارواکي وايي، امنیتي سرتېرو تر هغې وروسته د مرکزي ښار سامراء واک بیا ترلاسه کړی دی چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ له القاعده سره تړلو وسله والو د ښار ځینې برخې ونیولې.


چارواکي وايي، ځانګړو ځواکونو ته د هیلي کاپټرو مرسته هم ترلاسه وه او دوی د عراق او شام د اسلامي دولت وسله وال له ښاره وایستل.

رپورټونه وايي، په نښته کې لسګونه وسله وال ووژل شول. تېره ورځ، په وسلو سمبال وسله وال له بېلا بېلو خواو ښار ته ننوتل او پر پوځي پوستو یې چاپې ووهلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG