د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغان ولسمشرۍ ټاکنو ته مو ټینګ امنیت نیولی"


افغان امنیتي چارواکي یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو دویم پړاو به په سوله ییزه فضا کې ترسره شي.

د کورنیو چارو وزارت بېګا په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د دې وزارت مرستیال محمد ایوب سالنګي او یو شمېر نورو چارواکو د امنیتي حالاتو څېړلو لپاره د افغانستان ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي. اعلامیه وايي چارواکي لومړی د هېواد لویديځ او جنوب لویدیځو برخو ته تللي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ایوب سالنګي ویلي، پولیس او امنیتي سرتېري د انتخاباتو د امنیت ساتلو لپاره په پوره ډول چمتو دي. په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو دویم پړاو د جون پر ۱۴مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG