د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې کاروبارونه پرانیستل شول خو احتجاجي ناسته دوام لري


د متحده قومي مومېنټ مشر الطاف حسېن د نیونې پر ضد د کراچۍ په نمایش څلورلاره کې احتجاجي ناسته
د متحده قومي مومېنټ مشر الطاف حسېن د نیونې پر ضد د کراچۍ په نمایش څلورلاره کې احتجاجي ناسته

د بریتانییا لندن پولیسو لخوا د متحده قومي مومېنټ «ایم کیو ایم» مشر الطاف حسېن د نیونې پر ضد د کراچۍ په نمایش څلورلاره کې د دغه ګوند د پلویانو احتجاجي ناسته نن «جمعه» پر څلورمه ورځ هم دوام لري.

د بریتانییا لندن پولیسو لخوا د متحده قومي مومېنټ «ایم کیو ایم» مشر الطاف حسېن د نیونې پر ضد د کراچۍ په نمایش څلورلاره کې د دغه ګوند د پلویانو احتجاجي ناسته نن «جمعه» پر څلورمه ورځ هم دوام لري.


دغه ناسته د جون له درېیمې نېټې د الطاف حسین د نیونې له خبر سره سمه پېل شوه. په تېرو دریو ورځو کې د کراچۍ په ګډون د سیند صوبې په ځینو نورو ښارونو کې کاروبارونه او تعلیمي ادارې بندې وې، خو نن«جمعې ورځ» د کراچۍ ښار په بیلا بیلو برخو کې ژوند عادي حالت ته ستنېدلی دی.

د کراچۍ سوداګر وایي، په تېرو دریو ورځو کې دوی نزدې ته لوی مالي زیان اوشښتی دی. د کراچۍ سوداګرو اتحادیې مشر عتیق میر مشال ریډیو ته وویل:

«نن(جمعې ورځ) سوداګرو دوکانونه بیرته پرانیستل. د کراچۍ ښار د یوې ورځې لپاره د بندیدو له امله سوداګرو ته تر درېنیم اربه روپۍ زیان اوښتی دی، خو ټول ملک ته د دې ښار د بندیدو له امله اوښتونکې زیان تر دې ډېر زیات دی. د کسټم « ګمرک» او ریوینیو په برخه کې د ملک اقتصاد ته د کراچۍ ښار په یوه ورځ بندېدل تر ۱۵ اربه روپیو زیان اوړي. که په دې حساب وګورو، په تېرو درې ورځو کې د پاکستان اقتصاد ته په مجموعي توګه تر ۴۰ اربو زیات زیان اوښتی دی»

عتیق میر زیاته کړه، د کراچۍ د امنیتي ځواکونو سوداګرو ته ډاډ ورکړی دی او سوداګر باور لري چې د پرون یا نورو ورځو په څېر حالات به نن مخې ته ورځي. هغه زیاته کړه پرون سوداګرو دوکانونه خلاص کړي ول، خو د نامالومه کسانو لخوا د ګواښونو روسته کاروبار بیرته تړل شوی ول.

د ایم کیو ایم ګوند چارواکي وایي، د دوس احتجاجي ناسته باثباته ده او دوی په ښار کې د کاروبار د بندیدو په حق کې نه دی. د یاد ګوند رهنما ډاکټر فاروق ستار په دې اړه وایي:

«دا حتجاجي ناسته موږ جاري ساتلې ده. موږ پخپله تېره ورځ سوداګرو ته ویلي ول چې کاروبارونه خلاص کړي. ناسته په دې موخه ترسره کېږي چې موږ ته د خپل مشر الطاف حسین صحت او ژوند ډېر مهم دی، او موږ او دلته ناست ټول خلک په دې اړه فکر مند یو»

یاده دې وي د ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین د جون پر درېیمه نېټه د لندن پولیسو د پیسو وینځلو او ناقانونه ساتلو په تور نیولی دی. الطاف حسین دا مهال د پولیسو په ولکه کې د لندن په یو روغتون کې بستر دی.
XS
SM
MD
LG