د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له افغانستانه د نړۍوالو ځواکونو وتل روسیې ته ګواښ رالټوي'


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو وتل د روسیې او پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته ګواښ ولاړوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو وتل د روسیې او پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته ګواښ ولاړوي.


الېکساندر لوکاشېوېچ بېګا وویل، له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو له وتلو سره دا احتمال دی چې د ترهګرۍ ریښې د ګډو ګټو هېوادونو ته ورسېږي. روسي چارواکي وېره لري چې د بهرنیو ځواکونو وتل به وسله والو طالبانو ته موقع په لاس ورکړي چې په خلاص مټ د افغانستان په ټولو برخو کې فعالیت وکړي.


امریکا اوس مهال په افغانستا ن کې شاوخوا ۳۳ زره سرتېري لري چې د ۲۰۱۶ م کال تر پایه به یې اکثریت له افغانستانه ووځي.

هغه کوچنۍ برخه چې په افغانستان کې پاتېږي، د کا بل شمال ته د بګرام په پوځي هوايي ډګر او په پلازمینه کابل کې په خپلو اډو کې پاتېږي.

دغه راز ښایي د امریکا متحدین به هم په دوی پسې ولاړ شي او د ۲۰۱۶ کال تر پایه به خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.


تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتېدل به د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون پر لاسلیکولو اړه لري.


د دې تر څنګ د روسي چارواکو یوه بله لویه اندېښنه په افغانستان کې د نشیي توکو کرکېله او او قاچاق دی او په وینا یې دغه ستونزه لا هم د نړۍ سولې او ټېکاو ته د یوه درانه ګواښ په توګه پر ځای پاتې ده.
XS
SM
MD
LG