د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشار الاسد یو ځل بیا د شام ولسمشر ټاکلی شوی


د شام د پارلمان ویاند د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې بشارالاسد په سلو کې (۸۹) رایې اخیستې دي او خپلو دوو نورو سیالانو ته یې په اسانۍ ماتې ورکړېده.


د شام چارواکي وايي چې په انتخاباتو کې ( درې اویا) فیصده خلکو برخه اخیستې وه.
دا انتخابات د جون پر دریمه یوازې د شام په هغو سیمو کې وشو چې د ولسمشر بشارالاسد د پلوي ځواکونو تر واک لاندې دي.

په شام کې د اپوزیشن ډلو دا انتخابات رد کړي او په هیواد کې یې روانه کورنۍ جګړه د شرم وړ بللې ده. د امریکا په ګډون د لویدیځ هیوادونه هم په شام کې د شویو انتخاباتو او روانو حالاتو په اړه داسې دریځ لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG