د لاسرسي ځای

په شال وشمله خپرونه کې درته دا ځل د پښتنو د کلتور د یو مهم جز جرګې د تاریخ، په ټولنه کې د هغې د اهمیت او په جرګو د روانې بدامنۍ د اغیز په اړه خبرې کوو.

په شال وشمله خپرونه کې درته دا ځل د پښتنو د کلتور د یو مهم جز جرګې د تاریخ، په ټولنه کې د هغې د اهمیت او په جرګو د روانې بدامنۍ د اغیز په اړه خبرې کوو، ځینې څیړونکې په دې باور دي چې د جرګې تاریخ له چینايي ټولنې سره تړلی دی. په چین کې به پخوا چې کله چاته څه مسله پېښه شوه نو د هغې حل به د جرګې له لارې رااېستل کیدله.




د ځینو تاریخپوهانو په حواله د پښتنو په ټولنه کې جرګه ډېر زوړ تاریخ لري او بیا د لويې جرګې تاریخ تر ۲۰۰۰ کلونو زیات عمر لري، چې په پښتنو کې د لويې جرګې دور د بود مت په زمانه کې هغه وخت پيل شو چې کوشاني باچا وغوښتل چې د بودا په مذهب کې د څه اصلاحاتو د راوستو لپاره یې له مشرانو یوه جرګه جوړه کړه چې پکې خواوشاه پنځه سوه تنو ګډون درلود.

د کارپوهانو په اند په ۱۷۰۷م کال کې په کندهار کې لویه جرګه د میرویس نیکه په مشرۍ کې شوې وه، دغسي بیا په ۱۷۴۷ کال کې د افغانانو د بېلا بېلو قومونو مشران د خپل مشر د ټاکلو لپاره په شیر سرخ بابا زیارت کې د یو داسې تن ټاکلو لپاره راټول شوي ول چې د افغانانو د پرمختګ او د قامې جوړښت د ساتنې اهلیت ولري.

په ۱۹۱۵م کال کې هم په کابل کې د امیر حبیب الله خان په حکومت دور او د لومړۍ نړۍوالې جګړې وروسته یوه لویه جرګه وشوه. په کال ۱۹۶۴ کې هم په کابل کې یوه جرګه شوې وه چې د افغانستان په تاریخ کې لوی اهمیت لري او ویل کیږي چې دا په افغانستان کې د جمهوریت پیل وو.

په پښتنو کې د لویو جرګو تر څنګ وړې جرګې هم کېږي، چې پکې د مختلفو کورنیو او کلیو تر مینځ شخړې او دغسي نورې مسلې هوارېږي.

د جرګو مشران قابله، تجربه کاره او د ولس د ستونزو او د سیمي له کلتوره خبر وي.

پر پښتني سیمه د بدامنۍ له امله جرګو ته هم ډېر زیان رسېدلی دی او د جرګو زیاتره مشران په نښه شوي دي چې د څېړونکو په خبره د پښتنو د جرګې نظام ختمولو لپاره یو لوی سازش روان دی.
XS
SM
MD
LG