د لاسرسي ځای

پاکستانيان باید نور د تندلاریتوب ضد يوه خوله شي


د پاکستان انګريزي ورځپاڼي ايکسپرس ټربيون د طلعت مسعود مقاله خپره کړې چې پکي ليکوال وايې، وخت رارسيدلۍ چې نور پاکستانيان د شدت پسندی پر ضد يوه خوله شي.

د پاکستان انګريزي ورځپاڼي ايکسپرس ټربيون د طلعت مسعود مقاله خپره کړې چې پکي ليکوال وايې، وخت رارسيدلۍ چې نور پاکستانيان د شدت پسندی پر ضد يوه خوله شي.

ليکوال پخپله مقاله کې د هغو ټولو ګوندونو جاج اخلي چې دده په وينا داسي ښکاري د دوی د طالبانو پر ضد تګلاري د وسله والو له دريځ سره سمون خوري.

دده په خبره جماعت اسلا مي او تحريک انصاف د وسله والو طالبانو پر ضد د پوځي کاروايې خلاف دي، پاکستان مسلم ليګ که څه هم په ښکاره څه نه دي ويلي خو داسي بريښي له پوځ سره پر محدوده کاروايې کولو سلا شوی دی او دا شان پيپلز پارټي، متحده قامي موومنټ او عوامي نېشنل ګوند داسې فکر کوي چې که چېرته خبرې اترې ناکامه شي نو بيا د دوی پر ضد پوځي کاروايي کول سمه خبره ده.

طلعت مسعود پر مخي ليکي وسله والو طالبانو د قبايلي سيمو د روايتي ټولني هر اړخ تباه کړی دی.

دوی د منظمي منصوبه بندي له مخي په سلګونو ملکان و وژل، جرګه او پښتون ولي يې له مينځه يوړله، پولټيکل انتظاميه حيثيت يې چيلنج کړی او پر خلکو خپله سخت دريځه عقيده تپي او آن هغه ملايان يې هم ووژل چې د دوی د سوچ مخالفو وو.

البته ليکوال وايې ، دا هم يو حقيقت دی چې په قبايلي سيمو کې د پوځ موجودګي هم د مشرانو اهميت را کم کړی دی.

طلعت مسعود ليکي هغه خلک او ګوندونه چې د پوځي کاروايې مخالفت کوي يوه بنيادي نقطه له پامه غورزوي هغه داچي دا تحريک طالبان پاکستان دی چې تل يې نه يوازي د رياست بلکه د خلکو په خلاف يې په جګړه شروع کولو کې پيل کړی ده.

دده په وينا که چيري د دوی پر ضد پوځي کاروايې وشي نو دا به ددوی د فکر تپلو او حکومت داری مخه و نيسي او د رياست واک به بيرته پياوړی کړی.

ليکوال وايې هغه خلک او ګوندونه چې وايې خبري اتري د ستونزي يوازينۍ حل دی دا نه ده واضحه کړې چې آخر د وسله والو لپاره دوي آخري سره کرښه کومه ټاکي؟

دده په خبره دا يوه ډيره غير حقيقي خبره ده چې حکومت دي تش تماشې کوي او پر بل فريق دي رحميږي.

د طلعت مسعود په وينا که نن وي او که سبا حکومت به دافيصله کوي چې په شمالي وزيرستان کې چې د ترهګری پلازمينه ګرزيدلې ده خپله پوره عملداري پر ځای کوي.

ليکوال پوښتنه را پورته کوي چې تر څو به پاکستان هغه بهرني جنګيالي زغمي چې ددې هيواد د سلامتۍ خلاف ورزي کوي او دده په خبره په دې کې هم هيڅ شک نشته چې دغو جنګياليو سره پاکستاني پوځ څنګ په څنګ اوسيدلۍ دی او له ځينو وسله والو ډلو سره يې ځيني سټريټيجيکي او تاکتيکي ګټي هم شريکي خو د ليکوال په وينا اوس د پاکستان دننه او دباندي حالات بدل شوي نو بايد نور دغه هيواد له نوو حقیقتونو سره ځان سم کړي.
XS
SM
MD
LG