د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د وژل شوو مړي خاورو ته وسپارل شو


په قبایلی سیمه کورمه ایجنسۍ کې پر سپرلۍ ګاړي پسې بمي چاودنه کې د وژل شوو کسانو مړي په خپل پلرنیو هدیرو کې خارو ته وسپارل شول.

په قبایلی سیمه کورمه ایجنسۍ کې پر سپرلۍ ګاړي پسې بمي چاودنه کې د وژل شوو کسانو مړي په خپل پلرنیو هدیرو کې خارو ته وسپارل شول.

په هغه پېښه کې اووه کسان وزل شوي او اته نور زخمیان شوی ول چې پکې زیاتره یې د تبۍ تنګي سیمې اوسیدونکي ول.

په پاړه چنار کې د شییعه ګانو تنظیم انجمن حسینیه یو غړي حاجي غفور دغه پېښه په سختو ټکو وغندله او دا يې وویل چې اسلام د بې ګناه خلکو د وژنې هېڅ اجازه نه ورکوي.
ده زیاته کړه چې ترهګر بیا بیا د سیمې امن خرابوي.

د سېشنبې پر ورځ دغه پېښه په بادامه سیمه کې له امنیتی پوستې سره نیزدې په شینګی توی کې هغه وخت وشوه کله چې د پاړه له څمکنیو و سدې ته تلونکې یو پیک ګاړی د ځمک ښخ بم ښکار شولو.

په سیمه کې ځايي مشر ملک سید عباس پاړي مشال ریډیو ته وویل چې حکومت دې زر تر زره د برید له امله متاثره کورنیو لپاره د معاوضې اعلان وکړي.

نوموړی په خپلو خبره کې زیاته کړه چې حکومت دوی ته تحفظ ورکولو کې یو ځلې بیا ناکامه شوی دی.

ځايي مشر له حکومته د پیښې پلټنو غوښتنه وکړه.

له پاړه چناره شاوخوا پنځلس کلومیټره لرې ختیځ پلو بادامه سیمه د بره کورمې ایجنسۍ په حدودو کې راځي، چې تر دې وړاندې هم د سپرلۍ پر یوه ګاړې پسې بمي چاودنې یو شمیر مساپرو ته مرګژوبله اړولې وه.

پولبټیکل انتظامیې و چارواکي مشال ریډیو ته وویل چې دوی هڅې کوي چې د سیمې خلکو تحفظ یقینی کړي.

د ده په خبره چې څه موده وړاندې په همدغه ځای کې امنیتی ځواکونو د ترهګرو یو غټه منصوبه ناکامه کړې وه.

انتظامی چارواکی زیاتوي چې حکومت د سیمې امن خرابول نشي زغملای.
چارواکي دا هم وویل چې له متاثره کورایو سره به حکومتي مرسته کیږي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG