د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره د روغې خبرې ولې ځنډنۍ شوې


میا نواز شریف په مشرۍ وفاقي حکومت د مذاکراتو له لارې د دې ستونزې حل په رااېستلو کې ډیره سنجیدګي ښودلې وه خو د پاکستان ریاستي ادارې په قبایلي سیمو کې د وسلوال یاغیتوب ستونزې هوارولو لپاره جامع حکمتعملي نه لري.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو لپاره ټولو سیاسي ګوندونو د میا نوازشریف په مشرۍ کې وفاقي حکومت ته اختیار ورکړی وو چې د امنیت ستونزه دې د مذاکراتو له لارې هواره کړي او په دې لړ کې د مارچ په ۲۶مه نېټه د حکومتي کمېټۍ او د طالبانو د سیاسي شورا ترمینځ له یک یوه ملاقات وروستو تر دې دمه د مذاکراتو عمل د ځنډ ښکار شوی دی.


دا چې ایا حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو سنجیده اراده لري او کنه د دې پوښتنې په ځواب کې کارپوه ډاکټر خادم حسین مشال ریډیو ته وویل چې د میا نواز شریف په مشرۍ وفاقي حکومت د مذاکراتو له لارې د دې ستونزې حل په رااېستلو کې ډیره سنجیدګي ښودلې وه خو د پاکستان ریاستي ادارې په قبایلي سیمو کې د وسلوال یاغیتوب ستونزې هوارولو لپاره جامع حکمتعملي نه لري:

«د مذاکراتو په دوران کې بریدونه وشو خو د هغه پرته وزیر اعظم او دهغه کابینې د مذاکراتو خبره پرمخ یوړه نو زما په اند د سیاسي حکومت لخوا د سنجیدګۍ په اړه څه پوښتنه نه راولاړېږې خو تر څو چې د وزیرستان خبره ده نو سیکېورټی اسټبلشمنټ له تیرو لسو دوولسو کلونو راهیسې کومه پالیسي اختیار کړې ده نو هغه دغه پالیسي ده چې یو تنظیم ماتوه او د بل پر ضد یې جنګوه او نړۍ ته بل څه ښیه او جرګې رابله او د قبایلي سیمې ولس ته دا خبره معلومه ده چې دا جرګې څوک کوي او په کوم شکل کې کېږي او ایا دا جرګې ولس پخپله کوي او که د وسلوالو کمندانان دا جرګی رابولي؟ د قبايلو دې ټولې ستونزې ته د کتنی انداز په ټکړو تکړو کې دی، حکومت او سیکېورټی اسټبلشمنټ یا خو په دی نه پوهیږي او یا په شعوري توګه داسې کوي چې د سیمه ایز سیاست د راروان وخت لپاره لاره هواره کړي»

خو بلخوا ته د قومي وطن پارټۍ مشر او د پاکستان د داخله چارو پخوانی وزیر افتاب احمد خان شیرپاو مشال راډیو ته وویل چې موجوده حالاتو ته مرکزي حکومت او د پښتونخوا دواړو حکومتونو سمه توجه نه ده ورکړې چې له وجې په ولس کې مایوسي نوره هم سیوا شوې ده.«د پښتنو په دې سیمه باندې خلک ورځ پر ورځ نور هم مایوسه کېږي او حکومتونو ته پکار ده چې د پښتنو دا مایوسي لرې کړي او د هغه لپاره داسې ګامونه پورته کړي چې په دی سیمه کې امن قایم کړل شي»

په مذاکراتی عمل کې له ځنډ وروسته په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پر ضد د پاکستان د پوځ لخوا بمبارۍ هم ترسره شوه چې پکې زیاتره ولسي وګړي ووژل شول او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ اختلافات نور هم ژور شو خو په دې ټولو حالاتو د پاکستان مرکزي حکومت او ورسره د پښتونخوا صوبايي حکومت خاموشي اختیار کړې ده-

د پاکستان تحریک انصاف د پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو سیکرېټرې عائشه ګلالۍ نه مو وپوښتل چې د دوی مشر عمران خان به مخکې د قبایلي سیمو په اړه له میډیا سره ډیرې خبرې کولې خو پر موجوده صورتحال یې خوله غلې نیولې ده؟ نو په ځواب کې عایشه ګلالۍ وویل:

«په مذاکراتو کې د پښتونخوا حکومت نیغ په نیغ څه کردار نه شي لوبولی او دا کار د مرکزي حکومت دی او په شمالي وزیرستان کې چې کله فضايي بمباري وشوه نو موږ خو پر هغې اعتراض کړی وو چې مقامی ولس او ښځې او ماشومان پکې وژل شویدي او زموږ د ګوند مشر عمران خان خو تل دا خبره کړې ده چې د پوځي عملیاتو له لاری دا ستونزه نشي هوارېدلی. بل له شمالي وزیرستانه د پوځي عملیاتو له وجې خلک افغانستان ته روان دي او د افغانستان دولت له هغوی سره مرستې کوی نو دا خو د شرم خبره ده چې له وړاندی دومره ډېر خلک بې کوره دي او که نور پوځي عملیات کېږي نو نور ډیر خلک به بې کوره شي»

د یادونی وړ ده چې د مارچ میاشت کې د وسلوالو طالبانو د شورا او د حکومتي کمیټۍ ترمینځ له لومړي نیغ په نیغه ملاقات وروستو مذاکراتيی عمل ځنډنی شو اود وسلوالو پر ضد د پوځي عملیاتو حتمي فیصله هم نه ده شوې.
XS
SM
MD
LG