د لاسرسي ځای

د چهارشنبې په ورځ په خوست کې درې زره مجاهدینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو د یوې غونډې له لارې په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشری نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د چهارشنبې په ورځ په خوست کې درې زره مجاهدینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو د یوې غونډې له لارې په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشری نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، د غونډې ویناوالو ویل، چې د ولسمشرۍ په دا ځل ټاکنو کې به د خوست خلک خپلې ټولې رایې وکاروي.


نوموړې غونډه چې د خوست په ملي لوبغالي کې جوړه شوې وه، په کې زرګونو مجاهدینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو برخه اخیستې وه، ویناوالو په خپلو خبرو کې ویل، چې په اوسني وخت کې د افغانستان د مشرۍ له پاره تر ټولو مناسب نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی دی او نوموړی د افغانستان د راتلونکي پرمختګ، سولې او اقتصادي بسیاتوب له پاره ښې او اغېزمنې برنامې لري.

دوی زیاتوله، چې په خوست کې تر څلور نیم لکه زیاتو کسانو د رایې اچونې کارتونه اخیستي، مګر په تېرو ټاکنو کې څه د پاسه یو لک کسانو خپلې رایې وکارولې، خو دا ځل به په ټاکنو کې د خوست ټول خلک نارینه او ښځینه په ګډه برخه اخلي او د خپلې خوښې نوماند ته به رایې استعمالوي.

د مجاهدینو د ملي یووالي اسلامي شورا رئیس مولوي سردار ځدراڼ مشال راډيو سره په خبرو کې د ډاکټر اشرف غني څخه د خوست د مجاهدینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو د ملاتړ لاملونه داسې په ډاګه کړل:

((د خوست ټولو دیني علماء کرامو او مجاهدینو دا فیصله کړې ده، چې د هر جومات امام او د هرې مدرسې طالب، د هرې مدرسې استاد او هر قومي مشر دا ټول به په راتلونکو ټاکنو کې ډاکټر صیب اشرف غني ته رایه ورکوو، ځکه ډاکټر صیب اشرف غني په اوسني وخت کې د افغانستان د ملت دپاره، د سولې او امن د راوستو د پاره بهترین شخصیت دی، موږ ټولو علماوو او مجاهدینو دا فیصله کړې ده چې رایه به ده ته ورکوو.))

د خوست یو تن قومي مشر محمدقیوم خان په خپلو خبرو کې د خوست پر خلکو غږ وکړ، چې ټول دې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي او خپلې رایې دې وکاروي:

((نن د خوست دا د خوست قومونه چې راټول شوي دي، موخه يې داده چې موږ خپل حمایت او ملاتړ د ډاکټر صیب اشرف غني څخه کوو، نن د عمل ورځ رارسیلې ده، نن د وټونو وخت دی، نن ددې ورځ ده چې زموږ ډېر خلک په وټونو کې اشتراک وکړي، د اینده له پاره مو هم د خوست د ټولو اوسیدنکو څخه دا غوښتنه ده، چې د وټونو هغه نصاب چې موږ يې لرو، دې په ډېر همت، شجاعت او زړورتوب سره راووځئ، تر څو دا خپلې رایې موږ د یو لکو نه څلورو لکو ته ورسوو.))

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازې ساهره شریف هم مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په خوست کې ښځې او نجونې د دې له پاره د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه رای کاروي، چې هغه د ښځو د ژوندانه د ښه کولو او پرمختګ له پاره ګټورې برنامې لري:

((د خوست د ښځو د شعور کچه اوس تر دې ځایه رارسیدلې ده، چې د هر کاندید طرحې او برنامې يې په دقت سره مطالعه کړې او یايې اوریدلي دي، دوی يې ښه او بد اړخونه سره پرتله کړي دي، نو ځکه دوی په خپله خوښه د راتلونکي زعامت له پاره ډاکټر صیب اشرف غني انتخاب کړی دی، دوی مجبورې شوي نه دي، هغه برنامې چې ډاکټر صیب يې د ښځو له پاره لري، دوی ته په واضحه توګه څرګندې شوي دي.))

د یادونې وړ ده په تېره یوه اونۍ کې دا دریم ځل دی، چې په خوست کې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ او حمایت ولسي غونډې جوړیږي، ټاکل شوې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې د جوزا په ۲۴ مه نیټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG