د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ټاکنو د بهير د امنيت خوندي ساتلو په اړه غونډه وشوه


د ننګرهار والي د يوې ګډې امنيتي غونډې په ترڅ کې له امنيتي مسوولينو او د ټاکنو خپلواک کميسيون استازو ته سپارښتنې وکړې چې د دويم پړاو په ټاکنو کې د تېرو اشتباهاتو په پام کې نيولو سره په ټاکنو کې بې طرفي وښيي او د خلکو امنيت دې خوندي کړي.

د ننګرهار والي د يوې ګډې امنيتي غونډې په ترڅ کې له امنيتي مسوولينو او د ټاکنو خپلواک کميسيون استازو ته سپارښتنې وکړې چې د دويم پړاو په ټاکنو کې د تېرو اشتباهاتو په پام کې نيولو سره په ټاکنو کې بې طرفي وښيي او د خلکو امنيت دې خوندي کړي.


د افغانستان د ولسمشريزو د دويم پړاو د ټاکنو په اړه دغه ګډه امنيتي غونډه د سيشنبې يا نهې په ورځ د جلال اباد په شاهي مانۍ کې تر سره شوه.

يادې امنيتي غونډه کې د ملي اردو، ملي امنيت، ملي پوليسو، سرحدي پوليسو او د ټاکنو د کميسيون مشرانو او يو شمير استازوګډون کړی و.

په غونډه کې د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين د امنيتي ادارو له مسوولينو وغوښتل چې د ټاکنو پر مهال دې د خلکو امنيت خوندي او خپله بې طرفي دې وساتي. نوموړي وويل:

« د جمهور ريس د فرمان په اساس چې پرون يې خپور کړی دی، ډير تازه، له امنيتي قواوو نه دا غوښتنه وه چې خپله کامله بې طرفي وساتي، د هيچا په طرفدارۍ او د چا په خلاف باندې زموږ امنیتي قواوې برخه وانه خلي. د انتخاباتو له کميسيون نه په ډير درنښت سره هيله وشوه چې دوی به په کامل شفافيت سره، کاملې برطرفۍ سره خپله دغه پروسه تر سره کړي او د هيچا په طرفدارۍ او هيچا په خلاف به کړنې تر سره نه کړي.»

د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزيري په خپلو خبرو کې وويل چې تير ځل هم د ټاکنو پر مهال ملي اردو خپله بې ظرفي ښودلې وه او دا ځل به هم خپله بې طرفي ښيي.

« په ټول افغانستان کې د اردو له بخش نه داسې يو شکايت موجود نه و، بالخصوص په ننګرهار کې هم. دا وارې هم خپلو شریفو خلکو ته ډاډ ورکوم چې امنيتي ارګانونه به بې له خپلو امنیتي چارو نه په هيڅ شي کې دخيل نه وي.»

د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد ډاډ ورکړ چې د ټولو مرکزونه امنيت به د تيرو ټاکنو پر تله ټينګ وساتي:

د لومړي پړاو په ټاکنو کې د ننګرهار ولايت د ټاکنو په کميسيون دا نيوکه کيدله چې مسلکي کسان يې نه دې استخدام کړي او يا دا چې يو شمير کارکونکي يې د مشخصو کانديدانو په ګټه کار کولو، خو په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر خواجه امين الله فضلي وايي چې تورن او غير مسلکي کسان يې له کميسيون څخه ليرې کړي او پرځای يې تجربه کار او ايمانداره کسان په کار ګمارلي دي.

« زموږه هغه کارمندان چې هغوی د اموزش په برخه کې مشکلات درلودل او همچنان په نورو برخو کې يې مشکلات درلودل، هغوی موږ له وظیفو نه برطرف کړي دي او د هغوی پر ځای مو هغه کارمندان چې د دې وړتيا لرله، هغه مو استخدام کړي دي.»

په ننګرهار کې به د تير په څېر په ۳۸۳ مرکزونو کې رايې اچول کيږي چې د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين امنيتي ادارو ته سپارښتنه وکړه چې له ټاکنو يوه اوونۍ د مخه دې خپل ځواکونه د امنيت د خونديتوب په خاطر د رايه اچولو په مرکزونو کې ځی په ځی کړي.
XS
SM
MD
LG