د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ولسمشر په وارسا کې له خپل نوي اوکرایني سیال سره لیدلي


امریکايي ولسمشر باراک اوباما په وارسا کې له نوي ټاکل شوي اوکرایني ولسمشر پیترو پوروشېنکو سره شخصي لیدنه کړې ده چې ورته له کیف سره د واشنګټن د ملاتړ ښودنه وکړي.


نننۍ لیدنه تر هغې یوه ورځ وروسته شوې ده چې اوباما د یو ارب ډالرو لګولو ژمنه وکړه چې په عارضي توګه اروپا ته نور امریکايي سرتېري واستوي.

ناټو پر روسیې تور پورې کوي چې د اوکراین په ختیځ کې د بغاوت شاته ده خو مسکو له دې توره انکار کوي. مسکو البته پر دې خبرې ټینګار کوي چې په سیمه کې د روسي ژبیو وګړو د ساتنې حق لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG