د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وفاقي بجټ کې د پښتنو لپاره څه دي؟


 پښتونخواملي عوامي پارټۍ صوبایي صدر عثمان خان کاکړ
پښتونخواملي عوامي پارټۍ صوبایي صدر عثمان خان کاکړ

په بلوچستان کې د پښتونخواملي عوامي پارټۍ صوبایي صدر عثمان خان کاکړ مشال ریډیو سره د خبرو پر مهال ووېل چې په دې بجټ کې د پښتنو لپاره هېڅ هم نشته

د پاکستان وفاقي بجټ په اړه بلوچستان کې زیاتره سیاسي او ملت پاله ګوندونو مایوسي ښودلې. دوي وایي چې په بجټ کې د پښتنو لپاره هېڅ هم نشته او ټولې مهمې ترقیاتي پروژې د پنجاب او سیند صوبو لپاره اېښودل شوې دي اوله خېبر پښتونخوا سره سره، بلوچستان صوبه او ورسره پښتنې سیمې له پامه غورځول شوې دي.


په بلوچستان کې د پښتونخواملي عوامي پارټۍ صوبایي صدرعثمان خان کاکړ مشال ریډیو سره د خبرو پر مهال ووېل چې په دې بجټ کې د پښتنو لپاره هېڅ هم نشته:

«په دې بجټ کې لویې لارې (هایي وېز او موټر وېز) دي او پکې د رېل ګاډو لویې لویې پروژې دي. دا لویې لارې داسې پروژې دي چې پکې یوه لار هم له پېښوره او اسماعیل خان ډېرې راونیسې، بیا تر ژوب، چمن او کوټې پورې یو کلومیتره هم نه تېریږي، بلکې د لاهور، فېصل آباد، ملتان، کراچۍ او ګوادر لپاره دي. دغه شان د رېل یوه پروژه هم له پښتنې سیمې نه تېرېږي. ورسره چې کومې د پرمختګ پروژې اعلان شوې دي، هغوی یا د لاهور، پنډۍ او یا د سیند او کراچۍ لپاره ځانګړې شوې دي.»

عثمان کاکړ زیاتوي:

«ټولو ګوندونو ته پکار ده چې په پارلیمان کې د دغ عمل په خلاف غږ پورته کړي او غوښتنه وکړي چې په بجټ کې موږ هم دا حق لرو چې لویې لارې، ریلوې او د بجلۍ لویې پروژې راکړل شي. پکار ده چې په جنوبي پښتونخوا کې د معدنیاتو پرمختګ لپاره پانګونه وشي، ځکه چې دلته د کویلې (سکروټو) بې شمېره زېرمې شتون لري. پکار ده چې د ژوب او ډېره اسماعیل خان تر مېنځ لویې لارې ته دې لویه پروژه ځانګړې شي. دا سړک دې سم او هوار کړل شي. دا د دوو صوبو تر مېنځ قامي او نړیواله لار ده او د رېل ګاډي پتړۍ دې له کوټې تر ټانک او پېښوره وغځول شي. په پنجاب کې رېلوې پروژې او هغه هم میترو ټرین پېلېدای شي، نو دلته ولې نه؟ مرکزي حکومت دې په بجټ کې دغه مهم اړخونو ته و ګوري»

د عوامي نېشنل پارټۍ بلوچستان یو مرکزي مشر،رشید ناصر هم له نوي بجټه مایوسه دی:
«ماته خو په دې بجټ کې د بلوچستان پښتون مېشتو سیمو لپاره هېڅ هم نه ښکاري. د بلوڅانو د ګډاني اود نورو سیمو او صوبو لپاره ډېر څه شته، خو موږ نظر اندازه یو. زما دا تجویز دی چې پاکستان د څلورو قامونو (پښتون،بلوڅ،پنجابی،سیندی) کور دی. پکار ده چې د بجټ جوړولو پر وخت له څلورو یادو قومونو سره سلا، مشوره وشي او د دوی نیوکې او ستاینې ته په پام سره باید بجټونه تیار کړل شي.ګنې که دغه شان بجټ په خپله خوښه جوړېدی،نو دا به چندانې ښه خبره نه وي»

رشید ناصر زیاتوي،د پاکستان زیاتره پښتني سیمې د ترهګرۍ په جګړه او اور کې راګیرېدو وروسته اوس له ورانۍ سره مخامخې شوې دي.سکولونه او روغتونونه وران شوي ديږسړکونه ختم شوي او روزګارونه په ټپه درېدلې دي.د ده په خبره،په کار وه او ده چې د پښتنو دغه ناورین ته په کتلو بجڼ کې دوي ته زیاته برخه اېښودل شوې وای.

یاده دې وي،د پاکستان حکومت د تېرې سه شنبې په ماښام د وفاقي بجټ اعلان وکړ،کوم چې خواوشا۳۹ کربه،۴۵ اربه روپیو مشتمل دی؛چې ورڅخه بلوچستان کې زیاتره سیاسي او ملت پالې ګوندونو مایوسي ښودلې ده.
XS
SM
MD
LG