د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برسلز کې د ناټو دفاع وزیرانو د افغان ځواکونو د مرستو په اړه غونډه کوي


په نننۍ غونډه کې به له افغانستانه د ناټو پوځیانو د ایستلو په اړه هم بحث وشي. تېره ورځ د ناټو مشر اندرس فوغ راسموسېن وویل، دوی لږ وخت لري چې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي:


((موږ ته یوازې څو میاشتې پاتې دي چې په افغانستان کې د جګړې ټول ماموریت بشپړ کړو. په عین حال کې به موږ په افغانستان کې د خپلو نویو ذمه واریو په اړه خبرې کوو چې له راتلونکي کاله افغان پوځیان وروزو، مشورې ورکړو او مرسته ورسره وکړو.))

په نننۍ غونډه کې د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د تګلارې مشره کیترین اشټن او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبېش هم ګډون کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG