د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په کونړ دې پاکستان راکټي بريدونه ودروي


په ننګرهار کې په سلکونو تنو ځوانانو د يوې مظاهرې په ترڅ د جلال اباد ښار پښتونستان واټ د چارشنبې په ورځ راوتلي وو او په کونړ ولايت يې د پاکستان له اړخه راکټي بريدونه او بمباري په سختو ټکو کې وغندله.

په ننګرهار کې په سلکونو تنو ځوانانو د يوې مظاهرې په ترڅ د جلال اباد ښار پښتونستان واټ د چارشنبې په ورځ راوتلي وو او په کونړ ولايت يې د پاکستان له اړخه راکټي بريدونه او بمباري په سختو ټکو کې وغندله.


د دغې مظاهرې تابيا د ننګرهار د ځوانانو امريت له خوا شوې وه چې په ننګرهار کې د ځوانانو بيلابيلو ټولنو په کې برخه اخيستې وه او د پاکستان په خلاف يې نارې وهلې.

يو تن ځوان له افغان دولت نه غوښتل چې چوپه خوله پاتې نه شي، له پاکستان سره دې د ډيپلوماټيکو اړيکو له لارې خپلې مسلې حل کړي.

« عبیدالله شیرزاد يم، موږ د پاکستان راکيټي بريدونه د افغانستان په هر برخه غندو، يوازې په غندلو څه نه کيږي، بايد چې دولت له پاکستان سره په ډيپلوماټيکو چارو باندې وي او که په غبرګون باندې وي، بايد د خپلې خاورې دفاع وکړي.»

يو بل تن ځوان وايي چې که د افغانستان په خاوره راکټې بريدونه ونه درول شي، دوی به له خپلې خاورې نه په هر حال کې دفاع وکړي.

« اسلم اميد يم د ښيوې ولسوالۍ د ځوانانو نماينده، موږ يو ځل په خپل حکومت باندې غږ کوو چې له پاکستان سره يو ځل د سولې له لارې، د خبرو له لارې دا مسله حل کړي، که نه وي موږ مخکې هم دا کارونه کړي، بيا يې هم کوو، د سر په بدله دې ته تيار يو چې د خپل حريم ساتنه وکړو.»

په مظاهره کې يو پريکړه ليک هم ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې راغلي ول:

« پاکستان بايد د بريدونو د ودريدو تر څنګ دې د تيرو حملو له امله له افغان ولس نه رسمي بخښنه وغواړي.له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چې د نړيوالو قوانينو او نورمونو په رڼا کې دې په کونړ ولايت د پاکستان د بريدونو او د افغانستان په حريم باندې د تيري په اړه د پاکستان سره قانوني کړنې تر سره کړي.موږ د ننګرهار ځوانان له افغان دولت څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان د بريدونو په وړاندې دې بالمثل عمل تر سره کړي.»

افغان حکومت هم دعوه لري چې د تيرو څو کلونو راهيسې پاکستاني ځواکونه په کونړ ولايت راکټې بريدونه کوي او د تيرې شنبې په ورځ يې په لومړي ځل هوايي بريدونه هم وکړل.

دغه بريدونه د افغان دولت او ولس غوسه راپارولې او دولت پرې هم پاکستان ته اعتراضونه کړي. خو د پاکستان حکومت په بيا بيا د افغان دولت دعوې رد کړي دي.
XS
SM
MD
LG