د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان مهم وو، مهم دی مهم به وي


Afghanistan -- Afghan shoppers look for brooms at a roadside shop in Herat, April 9, 2014
Afghanistan -- Afghan shoppers look for brooms at a roadside shop in Herat, April 9, 2014

فغانستان په موجوده وخت کې د نړۍوالې ټولنې لخوا د یو ریاست د بیا جوړولو تر ټولو ډیره زړه وره تجربه ده. او د هغه جهاني ارمان غمازي کوي چې یوه پرامنه او په جمهوري قدرونو ولاړه نړۍ لیدل غواړي.

فارن پالیسي مجلې ــ په سیمه ایز او نړیوالو چارو کې د افغانستان د اهمیت په اړه د پراخار شرما لیکلې مقاله خپره کړې ده.

مجله لیکي، د دریو دلیلونو پر بنیاد افغانستان ډېر مهم دی او په راتلونکې کې به هم مهم وشي.

لومړی افغانستان په موجوده وخت کې د نړۍوالې ټولنې لخوا د یو ریاست د بیا جوړولو تر ټولو ډیره زړه وره تجربه ده. او د هغه جهاني ارمان غمازي کوي چې یوه پرامنه او په جمهوري قدرونو ولاړه نړۍ لیدل غواړي.

له افغانستان سره ډېرې نړۍوالې مرستې کېږي، اته څلویښت هیوادونو ورته خپل ځواکونه لېږلي دي او یوازې په ۲۰۰۵ م کال کې خواؤشا ۲۴۰۰ غیرسرکاري مؤسسو په افغانستان کې کار کاوه. دا له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې یوه تاریخي رشته ده او د دې اهمیت نشي کمېدلای.

دویم ـــ ځینو خلکو دا شک کاوه چې په افغانستان کې جمهوري نظام کار نشي کولای، دا چې افغانان بې سواده دي، د ملایانو حکومت خوښوي او قامونه او قبیلې پکې د ریاست له تصوره ډیرې زورورې دي. خو د انتخاباتو په وړومبي پړاو کې معلومه شوه چې خواوشا ۶۰ فیصده وګړي د ټولو خطرو او بې یقینۍ باوجود له خپلو کورونو راووتل او خپلې رایې يې ورکړې. په دې کار کولو سره افغانانو هغه ټولې شننې او څېړنې ناسمې ثابتې کړې چې ګنې دوی یو جمهوري نظام چلول نه غواړي.

درېیم په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د مرستو بهیر ته یوازې په دې نظر نه دی کتل پکار چې ایا افغان دولت او یا دغلته کارکوونکې نړۍوالې ادارې فعالې دي او کنه؟ بلکې له دې سره نور ډېر اهم موضوعات تړلي دي. په افغانستان کې د امریکا د هڅو او کار بنیادي نکته د تهذیب او امنیت په اړه د امریکا هغه نظر دی چې دغه قدرونه پرې ولاړ دي. که چیرې موږ نړۍ نوره جمهوري کول غواړو او دا خواهش لرو چې دا دې نوره هم له امنه ډکه وي او برداشت دې ډېر وي نو بیا په افغانستان کې زموږ هڅې باید د دغې ژمنې او خواهش څرګندونه وکړي. او د دې مطلب دا دی چې موږ افغانستان د دې قابل کړو چې د خپل ریاست کردار وټاکي، په دغه هیواد کې د اوسیدونکو خلکو حقونه خوندي کړي او د پرمختیا خپل فکر راوړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG