د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې نهه تنه مشکوک وسلوال نیول شوي


په خوست کې د ملي امنیت ادارې د یاد ولایت په بیلابیلو ولسوالیو او سیمو کې نهه مشکوک وسلوال نیولي او د هغوی سره یوه اندازه سپکه وسله او نور پوځي تجهیزات هم د یادو ځواکونو لاسته لویدلي دي.

په خوست کې د ملي امنیت ادارې د یاد ولایت په بیلابیلو ولسوالیو او سیمو کې نهه مشکوک وسلوال نیولي او د هغوی سره یوه اندازه سپکه وسله او نور پوځي تجهیزات هم د یادو ځواکونو لاسته لویدلي دي.


د خوست د ولایت مقام څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مشکوک وسلوال د پوځي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي او په هغو کې یو داسې کس هم شته، چې څو ورځې وړاندې يې د صحراباغ په سیمه کې د ملي امنیت د ادارې یو کارمند وژلی وو.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د نیول شویو مشکوکو وسلوالو سره پنځه ميله کلاشينکوفونه، پنځه ميله توفنچګې، سراچه موټر، درې جوړې د ملي پوځ درېشۍ او زر فيره د سپکو وسلو مرمۍ هم نیول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې نن د سه شنبې په ورځ د خوست امنیه قوماندانۍ چارواکو وویل، چې پولیسو هم د ټاکنو د بهیر د امنیت له پاره د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یو شمېر درنو وسلو ځای پر ځای شوې مرمۍ شنډې او نیولي دي.

خوست والي عبدالجبارنعيمي د امينتي، کشفي او دفاعي ځواکونو دا ډول هڅې ستایلي دي او ویلي يې دي، چې د ولایت مقام له خوا به هغه شپږ تنه پولیس مکافات شي، چې د ماينونو په کشف، خنثى کولو او د ورانکارو فعاليتونو د شنډولو په برخه کې يې بې درېغه هلې ځلې کړي دي.
XS
SM
MD
LG