د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي


د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خوګيانو ولسوالۍ کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو او پوليسو په ګډه دوه ورځيني عملیات تر سره کړي چې ۱۷ تنه وسله وال طالبان يې وژلي او یو شمير وسلې او نور جنګي مهمات د پولیسو لاسونو ته ورغلی دي.

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خوګيانو ولسوالۍ کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو او پوليسو په ګډه دوه ورځيني عملیات تر سره کړي چې ۱۷ تنه وسله وال طالبان يې وژلي او یو شمير وسلې او نور جنګي مهمات د پولیسو لاسونو ته ورغلی دي.


د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد د سيشنبې يا نهې په ورځ خبريالانو ته وويل چې دغه دوه ورځيني عمليات يې د ننګرهار ولايت د خوګيانو ولسوالۍ په نوکړخيلو او مملې باغ په سيمې کې تر سره کړي چې اولس تنه وسله وال طالبان يې وژلي دي. نوموړي وايي:

« د دوه ورځو راپه دې خوا زموږ هغه عملیات چې د خوګيانو ولسوالۍ د نوکړخيلو او مملې باغ په ساحه کې زموږ د ملي پوليسو او د وزارت دفاع د خاصو ځواکونو له خوا تر سره شول، په دې عملياتو کې د نوکړخيلو په سيمه کې ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي، له هغوي څخه اوه ميله ډول ډول وسلې، پينځه ويشت حلقې د وسايطو ضد ماينونه او نور ډير انفجاري توکي چې تقریپاٌ دوه سوه کيلو ګرامه به راتلل، په لاس راوړي دي.»

جنرال شيرزاد وايي چې په يادو عمليات کې د ملي اردو يو تن سرباز او يو تن پولیس هم ټپیان شوي دي.

د يادو عملياتو په اړه د وسله والو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د افغان دولت دعوه ردوي
جنرال شيرزاد وړاندې وايي چې د دوشنبې يا ګل په ورځ پوليسو د ډورنټې په چيک پوسټ کې له يوه تن څخه په زرګونه کارتوس هم نيولي دي.

« د پخوانيو راپورونو پر اساس باندې تيره ورځ د ډرونټې په ساحه کې يو عراده زرنګ موټر کې له يو نفر سره چې د دې عامل د سروبي اوسيدونکي دی، غوښتل يې چې ۱۷۶۵۰ فايره مرمۍ د ايم فور يا امريکايي ډوله وسلو چې هغه د ملي اردو سره موجودي دي، دا انتقال کړي نورو محلاتو ته، هغه زموږ د ويښو او ميړنيو پوليسو له خوا کشف او په لاس راغلل، موضوع يې تر تحقیق او څيړنې لاندې ده، دا به د قانون منګلو ته وسپارل شي.»

د يادولو ده چې دوه ورځې وړاندې هم د ډورنټې په چيک پوسټ يا تالاشۍ کې په زرنج موټرسايکل کې پينځه دانې کلاشینکوفونه له يو تن سره نيول شوي وو.
XS
SM
MD
LG