د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېم کیو اېم مشر الطاف حسېن په لندن کې ونیول شو


د اېم کیو اېم مشر الطاف حسېن
د اېم کیو اېم مشر الطاف حسېن

الطاف حسین له ۱۹۹۱ کال راهیسې په لندن کې له هغه پس مېشت شو، چې په خبره یې که پاکستان ته ستون شي نو ژوند یې خطر ته لوېږي.

له کراچۍ د مشال راډيو خبریال وايي، چې په پاکستانۍ مېډيا کې د دې خبر له خپرېدو پس چې د متحده قامي مومنټ مشر الطاف حسېن د لندن پولیسو نیولي، د ښار په ډېرو برخو کې دوکانونه تړل شوي دي او د ناکرارۍ غوندې فضا ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


په کراچۍ کې پولیس د تیارسۍ په حال کې دی، داسې نه چې د اېم کیو اېم تر ولکې لاندې ښار کې تاوتریخوالی نه راوټوکېږي.

په لندن کې د سکاټ لېنډ یارډ ښار پولیس بي بي سي ته دا خبره تصدیق کړې چې په شمال لویدیځ لندن کې یې یو ۶۰ کلن کس د پیسو ناقانونه کاروبار په تور نیولی دی.

خو په کراچۍ کې د اېم کیو اېم مرکزي مشرانو خبري غونډې ته په لندن کې د خپل مشر الطاف حسېن د نیولو تورونه رد کړې او وايي، چې هغه اوس هم له دوی سره په رابطه کې دی. د دوی په خبره چې پولیسو ترې یوازې پوښتنې ګروږنې کړې دي.

الطاف حسین له ۱۹۹۱م کال راهیسې په لندن کې له هغه پس مېشت شو، چې په خبره یې که پاکستان ته ستون شي نو ژوند یې خطر ته لوېږي.
XS
SM
MD
LG