د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د پاکستان هوايي ځواک الوتکه لوېدلې، دوه پایلټان هم وژل شوي


په ۲۰۱۲م کال د پاکستان مرکز اسلام اباد کې د یوې مساپر وړوانکې الوتکې ملبه
په ۲۰۱۲م کال د پاکستان مرکز اسلام اباد کې د یوې مساپر وړوانکې الوتکې ملبه

د کراچۍ ښار بلدیې ټاون په یوسف ګوټ کې نن «سېشنبه» ماسپښین د پاکستان هوایي ځواکونو یوه جنګي الوتکه غورځېدلې ده چې پکې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.


د پاکستان سرکاري راډیو وايي، په وژل شویو کسانو کې د الوتکې پایلټ او مرستیال پایلټ هم شامل دي.

نذیرخان چې پېښه یې په سترګو لیدلې مشال راډیو ته وویل، چې الوتکه په سيمه کې د بسونو پر اډه راوغورځېده، چې پکې ګڼو بسونو هم اور واخیستو .

د پېښې په ځای کې د ژغورنې کار دوام لري. اړونده چارواکي د پیښې ځایې ته رسیدلي دي او د پیښې په اړه یې پلټنې شورو کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG