د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه وتل


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما

د پاکستان يو پخوانی سفارتکار نجم الدين ای شيخ ليکي چې، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د اېستلو د مهال وېش د اعلان په ترڅ کې ولسمشر براک اوباما يوه ګام مخکې او دوه شا ته تللی دی

له پاکستانه خپرېدونکې د ايکسپريس ټرايبيون ورځپاڼې په خپله ليکنه کې د پاکستان يو پخوانی سفارتکار نجم الدين ای شيخ ليکي چې، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د اېستلو د مهال وېش د اعلان په ترڅ کې ولسمشر براک اوباما يوه ګام مخکې او دوه شا ته تللی دی.


د ليکوال په اند، نوموړي ښه کار دا کړی چې د خپلو پوځي مشرانو وړانديز يې ومانه او له ۲۰۱۴ م کال وروسته يې په افغانستان کې د ۹۸۰۰ امريکايي سرتېرو پاتې کولو پرېکړه وکړه.

خو بد کار يې بيا دا دی چې ورسره يې وويل چې له ۲۰۱۶ م کال وروسته به په افغانستان کې هېڅ يو امريکايي سرتېری پرېنږدي. يوازې د امريکايي پوځي سلاکارانو يوه ډله به په دغه هېواد کې وساتي چې په کابل کې د امريکايي سفارت دننه به کار کوي.

په ليکنه کې راغلي، د ولسمشر اوباما لخوا په افغانستان کې د پاتې کېدونکيو امريکايي سرتېرو د شمېر په اړه پرېکړه، چې د ليکنې تر مخه، ډېر انتظار ورته اېستل کېدو، له هغې وروسته مخې ته راغله چې نوموړي پرې په افغانستان کې په نظامي او غير نظامي برخو کې له خپلو سلاکارانو سره مشورې وکړې.

ليکنه زياتوي، افغان ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۶ م کال تر پايه له افغانستانه د ټولو امريکايي ځواکونو اېستلو د ولسمشر براک اوباما د پرېکړې هرکلی کړی او دعوی يې کړې چې افغان امنيتي ځواکونه کولی شي د امريکايي سرتېرو له وتلو وروسته د هېواد امنيت ټينګ کړي.

د ليکنې تر مخه، د امريکا خارجه وزير جان کيري د دغه هېواد له تېلوېزيون چينلونو سره په مرکو کې د ولسمشر اوباما د پرېکړې دفاع کړې او ويلي يې دي چې حکومت يې اړ وو چې ځان ته اهداف او له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وېستلو يو مهال وېش وټاکي.

په ليکنه کې د يو شمېر امريکايي خبريالانو د رپورټونو پر بنسټ ويل شوي چې ځينې افغان سياستوال او همداراز د افغان پوځ مشران له افغانستانه د امريکايي ځواکونو بشپړ وتلو ته اندېښمن دي. دوی فکر نه کوي چې د ۲۰۱۶ م کال تر پايه به افغان ځواکونه په مکمله توګه د دې جوګه شوي وي چې د خپل هېواد امنيت وساتي.

ليکنه کاږي، په افغانستان کې زياتره خلک، د دې هېواد او امريکا تر مينځ د امنيتي سند په يادولو سره، چې د افغانستان ولسمشريزه انتخاباتو ته دواړو مخکښو کانديدانو يې له امريکا سره د لاس ليک کولو هوډ ښکاره کړی دی، وايي چې امريکا ممکن تر ۲۰۲۴ م کاله پورې په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت ته دوام ورکړي.

په ليکنه کې د افغان طالبانو په حواله ويل شوي چې، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر کمېدا به د دوی پر جهادي فعاليتونو کوم اغېز و نه کړي.
XS
SM
MD
LG