د لاسرسي ځای

په ۲۰۲۲م کال د قطر فوټبال جهاني جام سیالۍ د درغلۍ تورونو ښکار


د فوټبال نړۍوالې ادارې یو چارواکی وايي، که د درغلۍ تورونه ريښتیا وختل نو په دوه زره دوه ویشتم« ۲۰۲۲ « کال د قطر جهاني جام پر ځای به د نوي کوربه غوره کولو لپاره یو ځل بیا د رای اخیستو ملاتړ وکړي.


د فیفا« FIFA » مرستیال مشر جیم بویس بي بي سي ته دا څرګندونې ته له هغه وروسته وکړې چې یوې برتانوۍ ورځپاڼې سنډې ټایمز راپور ورکړ چې د فیفا چارواکو په ۲۰۲۲ کال د فوټبال د جهاني جام سیالیو لپاره تر پنځه میلیونه ډالره رشوت اخیستی دی چې د کوربتوب لپاره د قطري بولۍ ملاتړ وکړي.


د فیفا د اخلاقي اصولو د کمیټې مشر مایکل ګارسیا اوس مهال د فیفا د مشرتابه ادارې د ۲۰۱۰ کال د دې پرېکړې په اړه تحقیقات کوي. نوموړي وویل، هیله من دی چې په دې اړه راپور به د سږ کال په وروستیو کې برابر کړي.
XS
SM
MD
LG