د لاسرسي ځای

په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د علیزیو په سیمه کې د پیروز په نامه د ملي اردو په عملیاتو کې ۲۱ وسلوال وژل شوي، ۱۲ تنه ژوبل شوي او دوولس نور مشکوک وسلوال ژوندي نیول شوي دي.


د دوی په وینا د وژل شویو وسلوالو جسدونه ملي اردو ځواکونو د ځانه سره لیږدولي دي.

د دوشنبې په ورځ د تندر قول اردو څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې وسلوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، همدارنګه په یادو عملیاتو کې د ۶ عرادې موټرسایکلونو سره یو ځای یو شمېر کلاشینکوفونه او پیکا ماشیندار، همدارنګه د راکټ او نورو سپکو وسلو مرمۍ او مهمات هم د ملي اردو د سرتیرو لاسته لوېدلي دي.

خو د طالبانو ویاند بیا د وراوښتې مرګژوبلې ادعاوې ردوي
XS
SM
MD
LG