د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې تاوتریخوالي بیا اته کسه وژلي


پولیس وایي د دغه ښار په پښتون مېشته سېمه منګوپیر کې نن«ګل ورځ» سهار د اووه کسانو مړي موندل شوي دي. د سېمې پولیس افیسر ادریس مشال ریډیو ته وویل، دغه کسان په ډزو ویشتل شوي دي.

پولیس وایي د دغه ښار په پښتون مېشته سېمه منګوپیر کې نن«ګل ورځ» سهار د اووه کسانو مړي موندل شوي دي. د سېمې پولیس افیسر ادریس مشال ریډیو ته وویل، دغه کسان په ډزو ویشتل شوي دي.


وژل شوي کسان د کراچۍ عباسي شهید هسپتال ته وروړل شوي دي.

ډاکټران وایي، ټول اووه کسان په سینه او سرونو په ګولو لګېدلي دي. د دوی پر بدنونو د تشدد نښې هم شته .

پولیس چارواکي وایي په وژل شویو کسانو کې درې کسان د کراچۍ پټان کالونۍ استوګن دي.

د تشدد یوه بله پیښه نن سهر د کراچۍ په کورنګۍ کې رامنځته شوې ده چې په ترڅ کې یې یو پولیس سرتیری د نامالومه وسله والو د ډزو ښکار شوی دی.
XS
SM
MD
LG