د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو بکاخیلو کې د کډوالو نوی کیمپ جوړیږي


بې کوره شوي کډوال
بې کوره شوي کډوال
د تيرې میاشتي په دوه ويشتمه نېټه ، د شمالي وزير ستان په مير علي ، ميرام شا، دته خيلو او يو شمير نورو سيمو کي د پاکستاني جنګی الوتکو لخوا د پاکستاني پوځ د دعوې تر مخه د مشکوکو وسله والو په پټن ځايونو هدفي عملیات تر سره شول . ددې نه پس د يادو سیمو نه ځايي ولس کډي کړي دي .

په سيمه کې اوس هم ناقراري ده او ځايي ولس وايي چي په سیمه کې د امن په موخه د حکومتي چارواکو او د ځايي قبيلو د مشرانو د جرګو لړۍ هم دوام لري . اوس پوښتنه دا ده چي آیا حکومت په ياده سیمه کې د زمکني عملیاتو او يا نورو هوايي هدفي بريدونو کوم پلان لري او که نه ؟ د مير علي د موساکي کلي الیا س خان وايي مقامي پوليټکل انتظاميې دوی ته دنورو عملیاتو کوم خبرداری ورکړي نه دی. نوموړی وايي حکومتي الوتکې په نیمه شپه کې پر دوی بریدونه کوي.

د قدرتي آفتونو سره د مبارزې د قبايلي سيمو د دادارې ډايريکټر جنرل ارشد خان هم دا وايي چې تر دې مهاله دوی ته د پاکستان د پوځ او يا مرکزي حکومت لخوا داسې نه دي ويلي شوي چي ګوندي په دې نږدو وختونو کي به په شمالي وزير ستان کې د وسله والو پر ضد زمکني پوځي عملیات کيږي ، خو دی زیاتوي چې د سیمې نه د ممکنه بې کورۍ په صورت کې دوی د کډوالو لپاره د ايف آر بنو په بکا خيلو سیمه کې د کيمپ جوړول کار پيل کړی دی.

خو په پيښور کي د امنيتي چارو کار پو ه پخوانی بريګيدير محمود شاه بیا وايي چې د پاکستاني پوځ لخوا په شمالي وزير ستان کې دټولو وسله والو ډلو پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره د پاکستاني پوځ لخوا تیاري مکمله شوې ده خو د عملیاتو د نيټي فیصله او اعلان به حکومت زر کوي .

په دې اړه مو چي کله د حکومتی دريځ لپاره د خيبر پښتونخوا د ګورنر مهتاب احمد خان عباسی ، د شمالي وزير ستان نه د قامي اسمبلۍ د غړي محمد نذير خان ، د سيفران د وفاقي وزير جنرل ريټايرډ قادر بلوچ او وفاقي وزير عباس اپريدي سره د رابطې کولو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.
XS
SM
MD
LG