د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په ټاکنو کې به د هلمندیانو او خوستیانو ونډه ډېره وي


د خوست او د هلمند د پوهنتونونو ذدکونکي په ویډیويي کانفرانس کې
د خوست او د هلمند د پوهنتونونو ذدکونکي په ویډیويي کانفرانس کې

د هلمند او خوست ولایتونو یو شمېر قومي مشران، د مدني ټولنو فعالان اوځوانان وايي، چې اوسمهال د دواړو ولایتونو د خلکو سیاسي شعور لوړ شوی اوپه دې پوهیږي، چې باید د خپل هېواد د ښه راتلونکې له پاره د ټاکنو په مليبهیر کې پراخه برخه واخلي.

دوی چې د یکشنبې په ورځ د سولې او جګړې د راپور ورکولو انسټیټیوټ پهکوربه توب د خوست او هلمند پوهنتونونو د محصلانو او ځوانانو تر منځ په ګډویډیويي کنفرانس کې ګډون کړی و، ویل چې ګاونډي هېوادونه نه غواړي چېافغانان هوسا او نیکمرغه ژوند ولري، نو باید ولس او حکومت د یو بل سرههمکاري وکړي تر څو په ګډه افغانان یوموټي او د نورو د محتاجۍ وژغورل شي.

د هلمند او خوست خلکو په خپلو څرګندونو کې په راتلونکو ټاکنو کې داحتمالي درغلیو په اړه انديښنه په ډاګه کړه او خبردارۍ يې ورکړ، کچیرې پهتقلبي رایو څوک دواک ګدۍ ته ورسیږي نو افغانانو ته به د منلو وړ نه وي.

د هلمند ولایت یو تن قومي مشرعلي شاه مظلومیار وویل، چې خلک باید امنیتي
ادارو سره مرسته وکړي تر څو شفافو او سراسري ټاکنو ته زمینه برابره شي:

((ولس سیاسي شعور ترلاسه کړی دی، ما وویل چې ولس په دې پوۍ شوی دی، چې
زموږ همسایه هېوادونه د خپلو خویندو او لوڼو له پاره د لندن څخه او واشنګټن څخه دیپلومې غواړي، خو زموږ د بچیانو له پاره چې وس يې ورسیږي،دوی ته د قران عظیم الشان د زده کړې زمینه هم نه غواړي، خو څه ستونزې شته امنیتي مسوولین او نورو موظف ارګانونه باید خلکو ته لا ډېره زمینه برابره کړي او ولس هم د امنیت په ټېنګښت کې اساسي رول ولري.))

په خوست کې د لنکن ښوونیز مرکز مشر نصیراحمد روښان د راتلونکي ولسمشر د انتخاب په اړه وویل، چې باید ټول افغانان د نوماندانو سیاسي پس منظر او د دوی پخوانیو کړو وړو ته وګوري، د هغې له مخې انتخاب وکړي او د دوی په ګټه خپلې رايې وکاروي:

((د دې دوو نوماندانو له منځه چې هر کس يې ولسمشرۍ ته غوره کیږي، د هغه بګراونډ باید وکتل شي، چې تاریخي پس منظر يې څه دی، ده په تېرو کې په افغانستان کې څه کړي دي او که چیرې خدای مکړه موږ بیا هم د دوی د سیاسي بګراونډ چې اساسي معیارونو کې راځي، په پام کې ونه نیسو او په ژبه او سمت باندې رایه ورکړو، زما نظر دادی چې نه یوازې یو مدني حرکت به مو نه وي کړی بلکې دا به مو د افغانستان د برخلیک سره هم لوبې کړې وي.))

د هلمند پوهنتون استاد عبدالستار ستوري د دواړو ولایتونو د خلکو احساساتو ته په کتو وویل، چې دوی ته به هغه حکومت د منلو وړ وي، چې په پاکو او رښتینو رایو واک ترلاسه کړي، نه د زور، غدارۍ او تقلب په واسطه:

((که د زور حکومت او د غدارۍ حکومت او د تقلبي رایو زعیم زموږ او ستاسو پرمټ باندې سوریږي، موږ به خپل غږ د خوستیو وروڼو سره همغږۍ کړو، او د زور او تقلبي رایو زعیم به په ګډه تر اوږو ونیسو او تر خپله کوره به يې په کشلاو راولو، موږ د هلمند ولسونه دا تضمین درکوو.))

د خوست د مدني ټولنو فعالې زهره جلال په خپلو خبرو کې د هلمند او خوست ښځو او نارینه وو ته په ټاکنو کې په پراخه کچه د ګډون بلنه ورکړه:

((زه خپلو خوستیو خویندو او وروڼو ته او په هلمند ولایت کې خویندو او وروڼو ته بلنه ورکوم تر څو دوی په دې انتخاباتو کې ګډون وکړي او خپل سرنوشت وټاکي، کچیرې موږه خپله ونډه داسې بې خونده او کمرنګه پریږدو، امکان لري رقیبان داسې یو څوک وټاکي، چې نه به زموږ له پاره د منلو وړ وي او نه د نورو له پاره.))

ظاهراً داسې بریښي چې د ټاکنو دوهم دور له پاره د افغان چارواکیو چمتوالی مخ پر خلاصیدو دی، د حمل په شپاړسمه نیټه څه باندې اوه میلیونه وګړو په انتخاباتو کې برخه واخیسته، خو د جوزا څلرویشتمه به وښیي چې په دغه دور کې به د خلکو ګډون څه ډول وي.
XS
SM
MD
LG