د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد : د ماشومانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه


په جلال اباد کې د ماشومانو نړیواله ورځ ونمانځل شوه
په جلال اباد کې د ماشومانو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

په ننګرهار کې د ماشوم نړيواله ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه چې لا هم په دغه ولايت کې په زرګونو ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، تعليم ته لاس رسی نه لري او له خپلو بنيادي حقونو څخه محروم دي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د جوزا په يوولسمه نيټه چې د جون د لومړۍ نيټې سره برابره ده، د ماشوم د نړيوالې ورځې په توګه د يوې غونډې په ترسره کولو سره ونمانځله. په دغه نمانځغونډه کې يو ماشوم مشال راډيو سره په خبرو کې خپل احساسات څه دا رنګه شريک کړل.


« زما نوم صابر دی، په نننۍ ورځ موږ خوشحاله يو چې مشران راځي او زموږ ورځ نمانځي، موږ ته مينه راکوي او موږ ته احساس راکوي چې موږ هم ورځ لرو.»

د ننګرهار د زيتونو فابريکې د وړوکتون مشره نجیبې په ميندو غږ وکړ چې خپل ماشومان وړوکتونونو ته وليږي چې سالمه روزنه يې په برخه شي.

يوه مور بايد چې له هرې نګاه نه خپل ماشوم ته متوجه وي، ماشوم حق لري چې وړکتون ته د دې لپاره راځي چې موږ يې د سبا ورځې لپاره مکتب ته روزو، د اسلام له لارې نه خبريږي، د حق حقوق نه خبريږي، خپل ځان پيژني.»

د افغانستان په ختيځ کې د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون مشره صابرينه حميدي وايي چې په افغانستان کې ډيرې ماشومانو له خپلو حقونو څخه برخمن شوي نه دي.

« څرنګه چې لازمه ده چې يو ماشوم د خپل حق نه برخمن وي، هغه رقم زموږ په هيواد کې ماشومان د خپلو حقونو نه برخمن نه دي، ډيری په شاقه او درنو کارونو باندې بوخت دي، دوی د خپلو اساسي حقونو نه محروم دي، د تعليم نه بې برخې پاتې دي، چې دا يو کورني عوامل لري او بعضې نور عوامل دي چې په ماشوم باندې تاثير ګذاره دي.»

د ماشوم نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې په په زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، او يا هم د خښتو په بټيو کې کار کوي. دا چې د کار او ټولنيزو چارو رياست د کاريګرو ماشومانو لپاره څه کړي، د دغه رياست مشر عبدالحکيم شيرزاد مشال راډيو ته وويل:

« موږ په تورخم کې دوی ته د ابتدايي زده کړو مرکزونه جوړکړي چې د هغې له لارې نه دوی تر تر پينځم ټولګي پورې زده کړې تعقيبوي او بيا راځي معارف ته په شپږم صنف کې داخليږي. دا دا هغه ماشومان دي چې د څوارلس کلونو نه کم عمر لري. او هغه ماشومان چې هغوی د څوارلس کلونو نه پورته عمر ولري، په تورخم کې هغوی ته موږ فني او حرفوي ذدکړې ورکوو، دوی له استادانو سره ناست دي،او د موټر جوړولو هنر ذده کوي.»

عبدالحکیم شیرزاد زياتوي چې د يتيمو او بې سرپرستو لپاره يې په ننګرهار کې لس روزنیز مرکزونه پرانستي چې تر دونيم زره تنو پورې په کې په زده کړو بوخت دي، او تر ۱۸۰۰ پورې ماشومان چې يتيمان دي، بانکي حسابونه يې ورته پرانستي چې هر مياشت ورته تر پنځوس ډالرو پورې انتقاليږي او ۱۴ وړکتونونه يې د ماشومانو لپاره پرانستي چې تر ۱۵۰۰ تنو پورې هغه ماشومان په کې ساتل کيږي چې عمرونه يې تر څلورو کلونو کم وي.
XS
SM
MD
LG