د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مهمو قیدیانو راکړه ورکړه


امریکايي سرتیري ( بو برګیډال ) ، دا انځور په ۲۰۰۹ م کال کې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی.
امریکايي سرتیري ( بو برګیډال ) ، دا انځور په ۲۰۰۹ م کال کې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما تائید کړه چې د طالبانو سره بندي یوازینی امریکايي سرتیری ( بو برګیډال ) له طالبانو سره په تبادله کې خوشي شوی دی.

امريکايي چارواکي وايي بو برګيدال د هغو پنځو طالبانو په بدل کې خوشې شوی، چې په ګوانتنامو کې قید وو. راپورونه وايي ، دغه خوشې شوي طالبان د قطر چارواکو ته سپارل شوي دي.

ويل کېږي چې د شنبې په ماښام د افغانستان په ختيځ کې د دې سرتېري د خوشې کېدو په وخت د امريکا د ځانګړو ځواکونو ګڼ غړي موجود وو.

امریکایي ولسمشر باراک اوباما وایي د ګوانټانامو له زندانه خوشې شوي قیدیان یي د قطر حکومت ته سپارلي. نوموی زیاتوي :

(( ددې عمل ترمخه امریکا پنځه قیدیان د ګونتانامو نه قطر ته انتقالوي، د قطر حکومت دوی ته باور ورکړی ، چې د امریکا د قامي سلامتیا د خوندي ساتلو لپاره به پوره کار کوي. ))

امریکایي چارواکي وایي، په خوشي شویو پنځو کسانو کي څلور تنه د طالبانو جګ پوړي مشران دي او یو یي د حقاني شبکې غړی دی. دا کسان د ۲۰۰۱ کال په وروستیو او د ۲۰۰۲ م کال په لومړیو کي د طالبانو د رژیم د ړنګیدو پرمهال نیول شوی وو او په ګوانتنامو کي بندیان وو.

په دوي کي د طالبانو په رژیم کي د کورنیو چارو وزیر خیرالله خیرخواه ، د طالبانو مرستیال دفاع وزیر مولوي محمد فضل ، د طالبانو په واکمنۍ کي د بلخ والي ملا نورالله نوري او د طالبانو د استخباراتو مرستیال رئیس او د دي غورځنک موسس عبدالحق واثق شامل دي . پنځم کس محمد نبي دی چې د طالبانو په رژیم کي یي جګه څوکۍ نه درلوده خو ویل کیږي چې د حقاني شبکي سره تړاو لري.

بوبرګيډال د ٢٠٠٩م کال د جون له دیرشمې نیټې راهيسې د طالبانو په ولکه کې و. هغه په جرمني کې یوې امریکایي پوځي اډې ته لیږل شوی، چې هلته به یي نور علاج کیږي. د هغه پلار وایي د برګيډال نه په انګریزۍ کې خبرې هیرې شوي دي.

وسلوالو طالبانو هم په يوه اعلاميه کې د پنځو طالب مشرانو په بدل کې د دې امريکايي سرتېري د خوشې کېدو خبر تاييد کړى دى.

XS
SM
MD
LG