د لاسرسي ځای

تازه خبر

۲۸ انتخاباتي ډلو له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ


د افغانستان له ختیځو ولایتونو او غزني څخه راغلو اته ویشتو ګرځنده او مرکزي انتخاباتي ډلو د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو له کاندید اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان له ختیځو ولایتونو او غزني څخه راغلو اته ویشتو ګرځنده او مرکزي انتخاباتي ډلو د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو له کاندید اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.


دوی د رسنیو پر وړاندې ادعا وکړه، چې په لومړي پړاو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین غړي وو خو اوس یې پریکړه کړې چې خپله رایه اشرف غني احمدزي ته ورکړي.

قاضي محمد داود صافی په دې غونډه کې د ختیځو ولایتونو د ۲۷ انتخاباتي ټیمونو په استازیتوب او ډاکټر نادیې له غزني څخه د خپل انتخاباتي ټیم په استازیتوب له اشرف غني احمدزي له انتخاباتي ټيم سره د یوځای کیدو دلایل داسې په ګوته کړل:

"۱- زموږ ټیم مخکې له ډاکتر عبدالله سره وابسته ګي لرله؛ افغانستان له موجوده بحرانه ویستل غواړي؛ افغانستان له سیاسي او اقتصادي بحران او انزوا سره مخ دی؛ موږ دا احساس کړه، چې د تحول او تداوم ټیم دا ظرفیت او توانمندي لري. ډاکټر عبدالله د موجوده حکومت یو اتلافي ټیم دی؛ یوه پښه یې په دولت کې ده او یوه پښه یې د امتیازاتو لپاره بهر ده.

۲- پوهیږو، چې یو بافکره صادق او د لوړ فکر خاوند انسان دی؛ له همدې خاطره مو له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ."


له دې وړاندې په ننګرهار کې د جمهوري ریاست د لومړي پړاو د بل کاندید ګل آغا شیرزي د کمپاین غړو هم له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د شنبې ورځې په غونډه کې له اشرف غني احمدزي سره یو ځای شوو اته ویشتو انتخاباتي ټیمونو رسنیو ته داسې اسناد هم وښودل؛ چې په لومړي پړاو انتخاباتو کې یې له عبدالله عبدالله سره د دوی ملاتړ څرګندوه.

د ډاکتر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم غړي صدیق پتمن د دې ډلو دا اقدام وستایه او ژمنه یې ورکړه؛ چې له رایو څخه به یې ساتنه او دفاع وکړي.

خو د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویاند فاضل سانچاره کي ازادي راډیو ته وویل؛ چې له اشرف غني احمدزي سره دغه یوځای شوي کسان د دوی کمپاینران نه وو.

سانچاره کي زیاته کړه، هغه اسناد هم جعلي وو، چې د غونډې د ګډونوالو له خوا رسنیو ته وښودل شول.

"واقعیت نه لري، دا کسان موږ نه پیژنو، فکر کوم ترډیره تبلیغاتي بڼه لري او جعلي اسناد یې جوړ کړي؛ دوی نه پخوا او نه اوس زموږ له کمپاین سره غړیتوب درلود."


د دویم پړاو انتخاباتو د دوو کاندیدانو ترمنځ د سیاسي څیرو او ګوندونو د ملاتړ د راجلبولو سیالۍ په داسې حال کې روانې دي؛ چې ټاکل شوې دوه اونۍ وروسته دا انتخابات وشي.

دې انتخاباتو ته د دواړو کاندیدانو له خوا کمپاینونه هم پیل شوي او کله ناکله دا کاندیدان او غړي یې یو د بل په وړاندې داسې دریځ غوره کوي؛ چې انتخاباتي کمپاین له طبیعت سره سر نه لګوي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG