د لاسرسي ځای

کونړ: د پاکستان په هوايي برید کې څلور ولسي وګړي وژل شوي


د کونړ چارواکي وايي چې د دانګام ولسوالۍ په یوې سرحدي سیمې د پاکستان پوځي هلیکوپټرو بمبار لا هم دوام لري.


د کونړ والي شجاع الملک جلاله مشال راډيو ته وویل؛ په دې بمبار کې چې د دانګام په غټې او وړې ګوریګا سیمه کې روان دي څلور افغانان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د جلاله په خبره د پيښې ټول قربانیان ولسي خلک دي.

ښاغلي جلاله زیاته کړه چې دا موضوع یې له ولسمشر کرزي سره هم شریکه کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان ولسي جرګې نن (شنبه) غونډې ته پر کونړ د ډیورنډ کرښې له ها غاړې د راکټي حملو د زیاتیدو په اړه د دفاع وزیر او د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت مرستیالان د ځواب ورکولو په خاطر ورغوښتي دي.

د دفاع وزیر بسم الله محمدي هم د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي هلیکوپټرو نننۍ بمباري تایید کړه.

ښاغلي محمدي وویل، هېڅ داسې نښه نه لیدل کیږي چې پاکستاني لوری د دې حملو د بندیدو په خاطر لیوالتیا وښيي.
XS
SM
MD
LG