د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: د ناټو په هوايي برید کې ۸ وسله وال وژل شوي


د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ناټو د هوايي برید په نتیجه کې لږ تر لږه اته وسله وال مخالفین وژل شوي دي.


د دغه ولایت چارواکي وايي؛ دا برید په یحیا خېلو سیمه کې شوی دی. دوی زیاتوي چې هغه موټر په نښه شوی چې وسله والو مخالفینو چاودیدونکي مواد په کې وړل.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دغه برید د افغان چارواکو سره په همغږۍ تر سره شوی او په خبره یې ولسي مرک ژوبله نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG