د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب وسله والو د واده دوه موټرونه په بمونو الوځولي دي


نن (شنبه) سهار د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې د واده پر دوو موټرو باندې په لاره کې خښ کړل شوي ماينونو ورچاودېدلې دي چې له امله يې تر اوسه پورې نهه تنه عام وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.

نن (شنبه) سهار د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې د واده پر دوو موټرو باندې په لاره کې خښ کړل شوي ماينونو ورچاودېدلې دي چې له امله يې تر اوسه پورې نهه تنه عام وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.


چارواکي وايي، طالب وسله والو نن سهار د ګېرو ولسوالۍ په مزار کلي کې د واده دوه موټرونه درولي او بیا يې هغې لارې ته رهبري کړي دي چې دوی پکې ماينونه خښ کړي وو.

دوی وايي، د واده د موټرو چلوونکيو ته طالب وسله والو ويلي وو چې بايد کلي ته په بله لاره ننوځي، خو کله چې موټرونه هماغه د طالبانو ورښودل شوې لارې ته اوښتي، ورباندې خښ کړل شوي ماينونه ورچول شوي دي.

د ګېرو ولسوال عبدالله خيرخواه وايي، د واده په يوه موټر کې دوه تنه سيمه‌ييز پوليس سپاره وو، نو له همدې امله طالبانو دواړه موټرونه په بمونو الوځولي دي.
XS
SM
MD
LG