د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان حکومت دې له تحریک طالبانه بېلېدونکو ډلو سره خبرې وکړي


خان سید سجنا په وزیرستان کې له تحریک طالبان پاکستانه بېلې شوې ډلې مشر
خان سید سجنا په وزیرستان کې له تحریک طالبان پاکستانه بېلې شوې ډلې مشر

ایکسپرېس ټریبون په یوه اداریه کې لیکي، حکومت باید د هغه وسله والو ډلو سره یو ځل بیا خبرې اترې پیل کړي، چې له تحریک طالبان پاکستانه جدا کېدو ته اماده وي.

ایکسپرېس ټریبون په یوه اداریه کې لیکي، حکومت باید د هغه وسله والو ډلو سره یو ځل بیا خبرې اترې پیل کړي، چې له تحریک طالبان پاکستانه جدا کېدو ته اماده وي.


ورځپاڼه لیکي د روانې میاشتې پر ۲۸ مه نیټه د تحریک طالبان خان سید سجنا چې د خالد مسود په نامه پیژندل کېږي له تحریک طالبان پاکستانه جدا شوله.

اداریه لیکي ــ د تنظیم دننه ستونځې له وړاندې موجودې وې خو د بیت الله مسود او حکیم الله مسود له وژل کیدو وروستو معاملې نورې هم خرابې شوې او د وسله والو ډلو په خپلمینځي جګړو کې تراوسه ګڼ وسله وال هم وژل شوي دي. خو د دې هر څه مطلب څه شو؟

ایکسپرېس ټریبون لیکي، که د طالبانو نورې وسله والې ډلې او حقاني شبکه د خان سید سجنا له ډلې سره ملګرې شي نو دا شک کیدې شي چې دا به په سیمه کې د امن لپاره څه ښه کار نه وي.

اداریه لیکي د ملا فضل الله د ډلې په مقابله کې دغه ډله له حکومت سره خبرو ته ډیر اماده وه. دا یوه موقعه ده. باید حکومت له هغه وسله والو ډلو سره خبرې بیا پیل کړي چې دا خبره یقیني کوي چې له تحریک طالبانه به لارې جدا کوي او د پاتو وسله والو ډلو پر ضد عملیات وکړي.
XS
SM
MD
LG