د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زاکوخېلو اوږد پل جوړ او پرانیستل شو


د خوست د لکڼو په سیمه کې د زاکوخېلو پر خوړ اوږد پل چې ۱۴۰ متره اوږدوالۍ او اته متره پلنوالۍ لري، د نړیوال بانک د یومیلیون امریکايي ډالرو په لګښت د یوولسو میاشتو په موده کې جوړ او نن د جمعې په ورځ پرانیستل شو.

د خوست د لکڼو په سیمه کې د زاکوخېلو پر خوړ اوږد پل چې ۱۴۰ متره اوږدوالۍ او اته متره پلنوالۍ لري، د نړیوال بانک د یومیلیون امریکايي ډالرو په لګښت د یوولسو میاشتو په موده کې جوړ او نن د جمعې په ورځ پرانیستل شو، د زاکوخېلو پل به د یادې سیمې سربیره خوست په لنډو د افغانستان پولي ته نږدې یو شمېر قبایلي سیمو سره هم ونښلوي.


د خوست د لکڼو په سیمه کې د خوړ او سیلاو پر سر د زاکوخېلو اوږد پل چې ودانیزې چارې يې یوولس میاشتې مخکې پیل شوې وې، د ټاکلي وخت وړاندې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد پل پرانیستې ته په سیمه کې ګڼ قومي مشران، سپین ږیري، ځوانان او د ښوونځیو زده کوونکي راغونډ شوي ول او پل يې د غبرګو ډولونو او اتڼونو په اجراء کولو پرانیست، ویناوالو دا پروژه د سیمه والو په ورځني ژوندانه کې د یو مهم بدلون په توګه یاده کړه او زیاتوله يې، چې تر دې وروسته به په بارانونو او سیلاوونو کې د خلکو د تګ او راتګ لارې نه تړل کیږي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د پل د کار د څرنګوالي، لګښتونو او ارزښت په تړاو مشال راډيو ته داسې څرګندونې وکړې:

((د یوولسو میاشتو په موده کې د دې پل کار په ډېر اعلی کیفیت د ولس او اړوندو ادارو په نظارت باندې دا پروژه سرته رسیدلې ده، په دې باندې ۵۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، یو سلو څلویښت متره اوږد پل دی، د خوست یو د مهمترینو پلونو څخه دی، د دې پل اهمیت او ضرورت بې حد زیات وو، په خاصه توګه د هغو مشرانو څخه زه قدرداني کوم، چې دغه پروژه لکه د خپل کور په ابادولو کې چې سهم اخلي په همدې توګه سهم يې په کې اخیستی دی.))

د لکڼو د سیمې یو تن مشر خان عبدالقیوم خان وویل، چې د زاکوخېلو د پل په جوړیدو سره ځايي خلک د یو داسې مصیبت څخه وژغورل شول، چې پخوا يې فکر هم نه وو کړی، ده همدارنګه وویل، چې د پل د ودانیزو چارو پر مهال د قوم خلک د پل د کارګرانو او د شرکت د مسوولینو سره همکار ول، چې د همدې همکارۍ له کبله هېڅ ډول لویه او وړه امنیتي پيښه رامنځته نشوه:

((نن الحمدالله د یو داسې عظیم مصیبت نه لکڼو اوسیدونکي خلاص شول، چې د دې مصیبت څخه خلاصیدل زموږ په خیال او فکر کې هم نه وو او نه مو دا فکر کړی وو، چې داسې وخت به راشي چې په دې انداز او په دې ښایسته توب او ښکلا به زموږ پل جوړ شي.
والي صیب ته مو اطمینان ورکړی وو، چې موږ د دې خلکو په خدمت کې یو، د دې پل تر بشپړیدو پورې انشاالله په امنیتي لحاظ د یو نوک په اندازه تکلیف نه دی پيښ شوی.))


د لکڼو سیمه د خوست په سرحد کې پرته ده او د پولې پورې غاړه کې هم ګڼ پښتانه قومونه اوسیږي، چې قومي مشر سخي جان سرحدي دا پل د دوی د تګ او راتګ او اړیکو د ټینګولو له پاره ګټور او د ارزښته ډک بولي:

((دغه لار او دغه پل د تلو راتلو پل دی، په میرعلي کې پراته قومونه او دلته په خوست کې میشت قومونه د دې ټولو دا پل شو، دا يې د تګ راتګ لاره شوه، دا وروڼه دي، دا افغانان دي او دا يې سره پیوست کړل، دا يې متحد کړل او دايې سره یو ځای کړل، دا دومره مفید او په ګټه پل دی.))

د یادونې وړ ده پنځه ورځې وړاندې هم د خوست د متون په سیمه کې د ګلزار اکا سیمې پل چې شپیته متره طول يې لاره د جوړیدو وروسته ګټه اخیستنې ته سپارل شوی وو.
XS
SM
MD
LG