د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې وسله والې نښتې پنځه تنه وژلي


په قبایلي سیمه اورکزو ایجنسۍ کې د پولټیکل انتظامیې چارواکي وايي، چې په خرخوشته سیمه کې د نامالومو وسله والو او د ځايي اوسېدونکو ترمینځ نښته شوې ده.

په قبایلي سیمه اورکزو ایجنسۍ کې د پولټیکل انتظامیې چارواکي وايي، چې په خرخوشته سیمه کې د نامالومو وسله والو او د ځايي اوسېدونکو ترمینځ نښته شوې ده.


د چارواکو په خبره، په دې نښته کې یو وسله وال، یو د لېوی ځواک سرتیری او درې ځایي اوسېدونکې وژل شوي دي.

د نوم نه ښودلو په شرط یو انتظامي چارواکي مشال راډیو ته وویل چې د زیارت پر ورځ دغه پیښه هغه وخت رامینځته شوه کله چې د تښتولو په موخه نامالومو وسله والو پر ځایي اوسېدونکو برید وکړ.

چارواکي زیاتوي چې له مقاومت وروسته وسله والو پر ځایي اوسېدونکو باندې ډزې وکړې چې په کې درې تنه ځای پر ځای مړه شول.

چارواکي دا هم وویل چې په پېښه کې یو کس سخت زخمي شوی وو چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

انتظامي چارواکي وویل چې د ځايي اوسېدونکو لخوا په ځوابي کاروايي کې یو وسله وال هم مړ شوی دی.

دوی وايي چې په مړو کې د لېوي ځواک سرتیری هم شامل دی چې هغه په دې وخت پر ډیوټۍ نه وو.

د چارواکي په خبره، د وسله والو د لټون لپاره په سیمه کې عملیات روان دی.
په نښته کې مړه شوي ټول کسان د سیپوۍ سیمې اوسېدونکې دي او له شییعه مسلک سره تعلق لري.

د دغې پیښې پړه له چا په خپل سر نه ده اخیستې.
له کلايي هیډ کواټره شاوخوا شل کیلومیټره لرې لویدیځ پلو د سیپوۍ سیمه د کوزې اورکزو ایجنسی په حدودو کې راځي.

اورکزو ایجنسۍ هغه قبایلی سیمه ده چې له افعانستان سره ګډه پله نه لري خو له خېبر او کورمې سره په لګېدو په قبایلي سیمو کې یو شمېر وسله واله ډلې فعالیتونه کوي.
په سیمه کې د وسله والو خلاف پوځې اپریشن د ۲۰۱۰ کال راهیسې روان دی.
XS
SM
MD
LG