د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې د وسله والو او ځايي خلکو ترمنځ نښتې، پنځه کسه وژلي


په اورکزۍ ایجنسۍ کې د وسله والو او ځايي خلکو تر منځ په نښته کې پنځه تنه وژل شوي دي.


دا نښته د اورکزۍ په خرخوشته سیمه کې شوېده او په وژل شوو کې یو وسله وال ، یو امنیتي عسکر او درې ځايي کسان شامل دي.

د پولیټکل انتظامې چارواکو مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د پنجشنې په ورځ ناوخته په داسې وخت کې وشوه چې وسله والو د ځايي خلکو د تښتولو هڅه کوله.

وژل شوي درې واړه ځايي کسان له شعیه مسلک سره اړه لري. چا د دې برید پړه نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG