افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، ټول افغانان دي د ولسمشرۍ انتخاباتو په دویم پړاو کې برخه واخلي او هیواد دي د امن پر لور پوځي.
ولسمشر حامد کرزي له افغان ملت څخه دا غوښتنه بېګا په یوه راډیويي وینا کې کړېده. هغه وویل چې د افغانانو رایې به د افغانستان برخلیک وټاکي.
نوموړي دا خبرې تر هغې وروسته کړې دي چې په ارګ کې د ټاکنو د امنیت په اړه غونډه وشوه. په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دویم پړاو د جون پر څوارلسمه نېټه تر سره کېږي.